IQNA

مليشيا د (( قران شريف په اوسنی دور كښې د بدلون سرچينه)) نومې نړيوال سيمينار كوربا

21:11 - April 13, 2012
د خبر لمبر: 2303710
نړيواله ډله: د (( قران شريف په اوسنی دور كښې د بدلون سرچينه)) نومې نړيوال سيمينار د روان هجری نمريز كال د ليندۍ مياشتې په يولسمه او دولسمه نیټه په ملېشيا په كولالمپور ښار كښې جوړیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) «Pageshalal» اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ:دغه نړيوال سيمينار د سلطان زېن العابدين پوهنتون د اسلامی مطالعاتو د څانګې په همت سره جوړیږی او په دغه غونډه كښې د شركت كولو مينه وال د سږ هجری نمريز كال د وږی د مياشتې تر يولسمې نېټې پورې فرصت لری چې د خپلو مقالاتو نچوړ د سيمينار دبيرخانې ته ولیږی.
دغه سيمينار به له علماؤ، مفكرانو، د قران شريف د قاريانو، حافظانو، د پوهنتونونو د استادانو، اسلامی حكومتی او غېر حكومتی ادارو له غړيو او د قرانی مدرسو له مدرسانو او څېړونكو څخه څه د پاسه څلورو سوو تنو په شتون سره جوړ شی.
قران شريف او فقه، قرانی تفكر، په قران شريف كښې سائېنس او ټېكنالوجی، په الهی كلام كښې اقتصاد، د قران شريف د مباركو ايتونو له نظره زدكړه او په كوالا ترنګانو صوبه كښې قران مجيد ته د توجه پراختيا، او د دغه اسمانی كتاب تفسير او ترجخه هغه موضوع ګانې دی چې په دغه سيمينار كښې د ګډون مينه وال كولې شی د هغو په باره كښې خپلې مقالې وړاندې كړی.
د مقالاتو نچوړ پكار دی له ٢٥٠ كلماتو نه كم له پينځو كليدی كلماتو سره له عربۍ، انګرېزۍ يا مالائی ژبو څخه په يوه ژبه كښې وی. همدارنګ د داورانو كمیټی د مقالاتو له ترلاسه كولو نه دوه هفتې وروسته به هغه وڅېړی او غوره كسان د لړم تر مياشتې پورې فرصت لری چې اصل مقالې د سيمينار دبيرخانې ته ولیږی.
983673
captcha