د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «mag14» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د تيونس له سلفی او وهابی ډلې سره وابسته شېخ بشير بن حسن د مزدور د نړيوالې ورځې په مناسبت د فتوې په جاری كولو سره له خپلو پلويانو څخه وغوښتل چې له دې ورځې سره په اړوندو غونډو كښې دې په هیڅ وجه ګډون ونكړی.
هغۀ په دغه فتوا كښې څرګنده كړه چې د واړۀ او لوے اختر نه علاوه د هر جشن نمانځل حرام دی ځكه چې له دغو دواړو ورځو نه علاوه نورې ورځې نمانځل بدعت ګڼل كیږی او پكار دی مسلمانان ترې ډډه وكړی.
د ((علميه)) نومې وهابی ډلې دغه مشر په خپلو بې بنيادو څرګندونو كښې زياته كړه: د مزدور نړيواله ورځ له مسلمانانو سره تعلق نۀ لری او په هیڅ يوې اسلامی سرچينې كښې د داسې يو جشن او ورځې نمانځلو ذكر نۀ دے شوے نو ځكه په دغه ورځ په جشنونو او مراسمو كښې د مسلمانانو ګډون د اسلام له نظره حرام دی.
997501