IQNA

د اېټلی پخوانی وزيراعظم د يورپ واكمنان له مسلمانانو سره خبرو اترو ته راوبلل

23:40 - May 05, 2012
د خبر لمبر: 2318914
نړيواله ډله: د اېټلی پخوانی وزيراعظم ماسمو داليما پرون د غوئی د مياشتې په پنځلسمه نېټه په يوه وېنا كښې د يورپ له واكدارانو څخه وغوښتل چې له اسلامی نړۍ سره د خبرو اترو موضوع ته لا زياته پاملرنه وكړی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) «atlasinfo» د اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ: د يورپ د پرخمتلليو مطالعاتو مشر پرون د اېټلی له يو رېډيوی چېنل سره په مركه كښې په سيمه كښې د وروستيو پاڅونونو په اهميت باندې په تاكيد سره څرګنده كړه: د سيمې وروستی پاڅونونه عارضی نۀ دی بلكې هغه حقائق دی چې په راتلونكو وختونو كښې به دوام ولری او د سيمی په اوسنی حالت باندې به يو لړ مثبت اثرات وكړی.
هغه چې د اېټلی د بهرنيو چارو وزارت یې هم په غاړه لرلے دے دې ته په اشارې سره چې د يورپ سياستدانانو پكار دی د اسلامی او عربی هېوادونو له سرمشرانو سره ښه تعلقات او روابط ولری، له هغوی څخه وغوښتل چې د ((سياسی اسلام)) او د مسلمانانو په نزد د هغۀ د اهميت موضوع ته دې لا زياته پاملرنه وكړی.
د اېټلی پخوانی وزيراعظم زياته كړه: له اسلامی نړۍ سره د تعلقاتو مضبوطول د اورپكو ډلو په رسميت د پېژندلو په معنا نۀ دی، ځكه چې يورپ په هغو ارزښتونو باندې پابند دے چې پكار نۀ دی له هغو څخه ډډه وكړی. دلته اصلی موضوع اسلامی هېوادونو ته پاملرنه ده نه اورپكو اسلام پالو ډلو ته.
هغۀ همدارنګ هيله څرګنده كړه چې د اېټلی )حكومت به د فلسطين او اسرائيل رژيم ترمېنځ د جنګ د مسئلې د اواری لپاره مثبت ګامونه اوچت كړی او د دې مشكل په اوارولو سره په مېنځنی ختیځ كښې د سولې د رامنځته كېدو سبب شی.
1000241
captcha