IQNA

د (شيعه، تفرقه اچونكی او د صحابه ؤ سپكاوې كونكی) نومی كتاب په چاپ كيدو سره د شيعه مسلمانانوپرخلاف دسيسه جوړه شوه

17:00 - May 13, 2012
د خبر لمبر: 2324875
د كلتور او هنر ډله: د شيعه مسلمانانو پرخلاف يوې پلان شوې دسيسې په انډونيشيا كښې د (شيعه، تفرقه اچونكی او د صحابه ؤ او د پيغمبر (ص) د ميرمنو سپكاوې كونكی) په نامه د يوكتاب په چاپ كيدو سره بڼه نيولې ده.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په ټوله انډونيشيا كښې د (شيعه، تفرقه اچونكی او د صحابه ؤ او د پيغمبر (ص) د ميرمنو سپكاوې كونكی) په عنوان سره د يو كتاب په چاپ كيدو او په پراخه توګه د هغه په خپريدو سره د شيعه مسلمانانو پرخلاف يوې پلان شوې دسيسې بڼه نيولې ده.
د دغه رپورټ له مخې په دغه كتاب كښې د انډونيشيا د ځينو مشهورو دينی شخصيتونو او د ځينو سازمانونو د مشرانو نظرات درج شوی دی چې په هغو كښې ئې د شيعه مكتب د عقايدو او افكارو پرخلاف خبرې كړې دی.
د وئيلو ده چې په انډونيشيا كښې د شيعه مسلمانانو پرخلاف د يرغلونو او حملو يو نوی دور پيل شوی دی چې ډير په پلاننګ سره او په پراخه توګه روان دی او د انډونيشيا په شيعه اقليتی ټولنه كښې ئې ډيرې اندیښنې رامينځته كړې دې چې په دغه هيواد كښې ئې ډير كم حمايت كیږی. 1003993
captcha