IQNA

ايت الله خامنه ای: د ايران د ملت ورځ تر بلې زياتيدونكی اقتدار د الهی بيعت په مسير د دريدا پايله ده

16:37 - May 23, 2012
د خبر لمبر: 2332734
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله خامنه ايی نن د رجب د برزګې مياشتې د لومړۍ نیټې ، د حضرت امام محمد باقر عليه السلام د زوكړې د نيكمرغه كليزې او د خرمشهر د ښار د فتحې په مناسبت د امام حسين عليه السلام د حربی پوهنتون د محصلينو په ټول كې څرګنده كړه د ايران پر مختګ كوونكئ ملت د عدالت او پرمختګ په لسيزه كې د عدالت د پرځایښت او د لا ډير پرمختګ پر بهير خپلو ګړنديو ګامونو ته دوام وركوی
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله خامنه ايی وويل چې د ظلم، استكبار، او زور وينې جبهه له ظاهری هياهوی او شور ماشور پر خلاف مخ پر كمزورۍ او زوال په لور روانه ده .
د اسلامی ايران د درستو قواوو قوماندان په دې ټينګار سره چې د ايران ملت راتلونكې ته هيله من دئ او د راتلونكې افق هغه ته په موسكا دئ زياته كړه د اسلامی ايران سرلوړی ځوانان چې دا هيواد په هغوی پورې تړاو لری بايد د پرمختګ پر مسير خپلو پياوړو او ګړنديو ګامونو ته دوام وركړی تر څو د اسلامی امت لوړوالئ او وقار پرځایښت ومومی .
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د نيكمرغۍ پولو ته د حركت بهير د تيرو نسلونو د زيارونو او قربانيو پايله وبلله او زياته ېې كړه د بهير هواروالئ د زحمت او سختيو د نه شتون معنی نه وركوی بلكې په بهير د حركت دوام لا هم استقامت او دريدا ته اړتيا لری .
د درستو قواوو قوماندان په الهی بيعت د فوځ ،بسيجو او د انقلاب د ساتندويه ځواكونو له دريدا او استقامت په ستاينې سره ټينګار وكړ د مقدسې دفاع په پړاو كې وسله والو ځواكونو له خپل ځانه تل پاتې حماسې پریښودې چې تل بايد له هغو ګټه واخيستل شی او د راتلونكې د لارې مشال وګرځی .
حضرت آيت الله خامنه ايی د امام حسين ع پوهنتون ته د ورتګ په سر كې د نوم وركو شهيدانو مزار ته په ورتګ سره د مقدسې دفاع د شهيدانو ياد او خاطره هم ولمانځله .
1015144
captcha