IQNA

د بوسنيا د ولاسنيتزا په جومات او د جومات په امام باندې حمله وشوه

23:58 - May 25, 2012
د خبر لمبر: 2333634
سياسی او اجتماعی ډله: يو نامعلوم كس پرون د غبرګولی د مياشتې په څلورمه نېټه د بوسنيا هرزی ګوينا جمهوريت د ولاسنيتزا ښار په جومات او د جومات په امام نوالدين افند ګراهيچ باندې حمله وكړه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې يو نامعلوم كس پرون د زيارت په ورځ د دغه ښار د جومات او د جومات په امام او د اسلامی ټولنې د شورا غړی نورالدين افندی ګراهيچ باندې د ماښام او ماسخوتن له نمانځه نه پس حمله وكړه چې البته پوليسو په چټكتيا سره په دغه پېښه كښې د عمل مېدان ته راودانګل.
د دغه رپوټ له مخې يو صرب كس بېګا د د ماسخوتن د نمانځه لپاره د اذان په وخت كوشش وكړ چې د دغه ښار خېريه نومې جومات ته ننووځی خو چې كله جومات ته د هغۀ له ننوتو څخه مخنيوے وشو نو كوشش یې وكړ چې په كنځلو او ګواښ سره د جومات اموالو ته زيان ورسوی.
د جومات امام د دغه صربې كس د ناغوره حركت په ليدو سره په چټكتيا سره د ښار پوليسو ته اطلاع وركړه او له نيكه مرغه پوليس هم د ضروری تحقيقاتو لپاره په چټكتيا سره موقعې ته ورسېدل او هغه خطا كار كس یې ونيوۀ.
دا وړومبے ځل نۀ دے چې د دغه ښار صربيان په خپلو مسلمانو وطنوالو باندې حمله كوی. پو شمېر صربيانو تېره مياشت هم د دغې سيمې د مسلمانانو د نسل كشۍ د وژل شويو كسانو د جنازو په مراسمو باندې يرغل وكړ د ويلو ده چې ولاسنيتزا ښار په بوسنيا او هرزګوينا كښې له جنګ او نسل كشۍ نه مخې يو مسلمان مېشته ښار ؤ او مسلمان اوسېدونكی یې د جنګ او نسل كشۍ په دوران كښې په دغه نابرابره جنګ كښې ووژل شول او يا یې له غه ښار څخه كډه وكړه.
1015807
captcha