د اسلامی ايران د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د لوئې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه وزارت بیګا په يوه بيانيه كښې د مصر د ولسمشرۍ په انتخاباتو كښې د دغه هيواد د اخوان المسلمين د ډلې د كانديد محمدمرسی د كاميابۍ د مباركۍ د وئيلو په ترڅ كښې اعلان وكړ: د مصر تاريخ جوړونكی ولس، په برخليك ټاكونكو انتخاباتو كښې پخپل مسؤلانه ګډون سره او د ولسواكۍ د پرتم په ښودلو سره د مصر د انقلاب د لوړو عدالت غواړو آرمانونو د پوره كيدو لپاره خپله كلكه اراده او هوډ يوځل بيا ثابت كړ.
د مصر د ولسمشرۍ د انتخاباتو سترې كمیټې پرون مازدیګر اعلان وكړ: محمدمرسی د ١٣ ميليون ، ٢٣٠زره او ١٣١ رايو يعنې تقريبا په ٥٢ فيصده اخيستل شويو رايو سره د مصر د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونكے شو. 1037479