IQNA

حضرت ايت الله خامنه ای: د خپل ملت خوښې او حقيقی لارې ته په قدرت سره دوام وركوو

19:25 - July 25, 2012
د خبر لمبر: 2377434
سياسي او ټولنيزه ډله: له حقيقت ليدنې سره يو ځای آئيديال پالنه په تيرو۳۲ كلونو كې د اسلامی نظام او ملت د پرمختګ راز دی دا خبرې د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای بیګا د نظام له مسئولانو او چاروالو سره په كتنې كې وکړی
د ايران د قران خبري اژانس (ايکنا) د يو راپور پر اساس هغه د دښمن له پيچلو چلينجونو سره د مقابلې، ضرورتونو او مهم او غيرمهمو چارو په تشريح كولو كې د اسلامی نظام او ملت په ټاكونكو ظرفيتونو او توانمنيو په ټينګار سره زياته كړه له واقعياتو سره د آئیډيال پالنې تركيب په حقيقت كې د تدبير په چوكات كې يو مجاهدانه خوښځت دی چې لازمه ئې په ټولو ډګرونو كې د عامو خلكو،چاروالو پوهيدا،يوزړتوب او ملګرتياده دوئ ملی عزت ،ايماندارژوند، دهيواد په مديريت كې ګډون، هراړخيز پرمختګ ، اقتصادی او سياسی خپلواكی او له نړيوال احترامه برخمنيدا د خلكو حقيقی غوښتنې وبللې
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای فرمايل، د ملت دغه غوښټنې په دقيق ډول د اسلامی انقلاب د آئیډيالونو په لړ كې دی او ښئ چې آئیډيال پالنه او حقيقت ليدنه كوم تاوان نه لری.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د ايران د ملت د ارادې او هوډ بندون ته د رسيدا د ښودلو لپاره د انقلاب د دښمنانو هڅې ته په اشارې سره وويل ، دوی په ډاګه وائی چې بايد په دباؤنو او بنديزونو سره د ايران مسئولان مجبوره كړو چې پخپلو محاسباتو كې بيا كتنه وكړی خو د واقيعياتو ملاحظه سبب كیږی چې مونږ نه يوازې پخپلو محاسباتو كې بيا كتنه نه كوو بلكې په لازياد ډاډ سره د ملت خوښې لارې ته دوام وركوو.
1061752
captcha