د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چی د ولسمشری د خبری سرچينې یی نقلوی ښاغلی احمدی نژاد پرون د پاكستان د مشرانو د جرګې له مشر سيد نير حسين بخاری سره د ليدنې پر مهال د ايران او پاكستان د اړيكو د پراختيا لپاره د ټولو ظرفيتونو څخه په استفادې په ټينګار سره زياته كړه چې د دې دواړو هېوادونه سرحدونه بايد د سوداګريزو وارداتو لپاره تر ټولو فعاله سرحدونه وی.
احمدی نژاد په دې خبرې سره چې د اسلام آباد او تهران د اړيكو د كچې د لوړيدو پر وړاندې هیڅ خنډ نشته وويل ايران او پاكستان ګډې ګټې لری او له هغو دښمنانو سره هم چې د دې دواړو هېوادونو د پرمختګ خنډ كیږی مخامخ دی ځكه چې استعماری موخې له ګواښ سره مخامخ كوی.
احمدی نژاد وويل دښمنان دسيمې دهيوادونوترمنځ ددرز پيدا كولو لپاره هڅې كوی نوځكه خو دپرديو دلاس وهنو دختمولو لپاره سيمه ييز يووالی او نظم ته اړتيا ده.
د پاكستان د مشرانو جرګې مشر نير حسين بخاری هم د پاكستان او ايران پخوانيو تاريخی اړيكوته په اشارې سره وويل چې ددې دواړو هېوادونو د خلكو تر هرڅه زيات تعامل كولای شی چې د ايران او پاكستان هيوادونو داړيكودپراخيتا لامل شی.
نوموړی زياته كړه پاكستان له ايران سره داړيكو پراخول غواړی او د دې دواړو هيوادونو تر منځ د سوادګری پراختيا د دواړو هيوادونوپه ګټه ده
1071986