IQNA

د ناپيئلتوب د غورځنګ غونډه د ايران د اسلامی جمهوريت د ډيپلماسۍ د اهدافو د پرمخ بيولو لپاره يو فرصت دے

14:02 - August 12, 2012
د خبر لمبر: 2391009
سياسی ډله: د ايرا ن د اسلامی جمهوريت د ډيپلماسۍ له چارو څخه يوه د بين المللی سازمانونو نه ګټه پورته كول دی او د ناپيئلتوب په غورځنګ كښې له ١٣٠هيوادونو نه د زياتو غړيتوب ته په پام سره، دغه غورځنګ په بين المللی ډګر كښې د اسلامی جمهوريت د اهدافو او نيتونو په لاره كښې يوشمير اغيزمن كارونه لرلے شی.
د ايران د اسلامی شورا د جرګې د ملی امنيت او بهرنی سياست د كميشن غړی نوذرشفيعی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د ناپيئلتوب د غورځنګ سياستونو ته په اشارې سره څرګنده كړه: د سوړ جنګ له ختميدو وروسته د سياسی او امنيتی بين المللی سازمانونو په هكله يوه پوښتنه مطرح شوه او هغه پوښتنه دا وه چې آيا دغه سازمانونه چې د كاركردګۍ له لحاظه د جنګ په دوران پورې اړوند او مختص وو، له دې دورې نه وروسته هم كوې شی خپل كار جاری وساتی.
او دغه پوښتنه د ناپيئيلتوب د غورځنګ په هكله هم مطرح وه، ډيرو كسانو فكر كوۀ چې په دې دليل چې د ناپيئلتوب د غورځنګ كارونه د سړې جګړې په دورې پورې مربوط وو او نن سبا دوه قطبی نظام وجود نلری چې د ناپيئلتوب غورځنګ وغواړی د هغۀ په وړاندې غيرمتعهد پاتې شی، نو بس د دغه غورځنګ د ژوند دوام ته كوم ضرورت نشته خو په مقابل كښې يوه ډله خلك هم باوری وو چې د بين المللی سازمانونو كاركردګی د هغوی اهميت څرګندوی ځكه نو د ناپيئلتوب د غورځنګ د ختمولو پرځائې دې د هغۀ دندې او كارونه د نوې دورې لپاره تعريف شی.
د ايران د پارليمان د نهمې دورې دغه استازی په دې بيان سره چې د ناپيئلتوب غورځنګ په حاضر حال كښې په بين المللی چارو كښې اغيزمن كيدې شی، څرګنده كړه: د ايرا ن د اسلامی جمهوريت د ډيپلماسۍ له چارو څخه يوه د بين المللی سازمانونو نه ګټه پورته كول دی او د ناپيئلتوب په غورځنګ كښې له ١٣٠هيوادونو نه د زياتو غړيتوب ته په پام سره، دغه غورځنګ په بين المللی ډګر كښې د اسلامی جمهوريت د اهدافو او نيتونو په لاره كښې يوشمير اغيزمن كارونه لرلے شی. 1075469
captcha