د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د اسلامی شورا مشر ډاكتر علی لاريجانی څرګنده كړه د قدس نړيواله ورځ د اسلام او مسلمانانو د مقاومت د باور پياوړتيا ده او د امام خمينی رحمه الله عليه په وينا دومره ظرفيت لری چې د اسلامی نړۍ په غږمله كولو سره د صهيونيست رژيم په نوم سرطانی غده له منځه يوسی.
علی لاريجانی د خپلې وينا په ترځ كې په بيلابيلو پړاوونو كې د امريكا او صهيونيستی رژيم دسيسې او شيطنتونه په ډاګه كړل او زياته ېې كړه امام خمينی رحمه الله عليه دې دسيسو ته په پام سره امريكا لوی شيطان وباله او پارلمان ېې د ايران د ټولو چارو په سر كې معرفی كړ.
د اسلامی شورا مشر ايران پر خلاف د عراق د بعثی رژيم تپلې جګړې ته هم اشاره وكړه او زياته ېې كړه د اسلامی ايران ځوانانو د جګړې حتې اسارت په وخت كې هم خپل مقاومت د يرغلګرو په وړاندې ثابت كړ.
1079390