IQNA

په رومانيه كښې د مسلمانانو لپاره د ايران د سفارتخانې لخوا د روژه ماتی د ميلمستيا مراسم

0:02 - August 17, 2012
د خبر لمبر: 2394618
ټولنيزه ډله: د رومانیې په «كانستانتا»ی(Constanta) ښار د مسلمانانو لپاره په رومانيه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د سفارت لخوا د روژه ماتی مراسم ترسره شول.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د اروپائی سيمې د رپورټ له مخې: په روماينه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت سفير بهادر امينيان وړمه ورځ د روژه ماتی د مراسمو له ترسره كيدو وروسته د قدر د شپو د فضيلت او منزلت او د مسلمانانو په تيره بيا د ځواناو لخوا د هغې د هويت د ساتلو د لازموالی په هكله ويناوې وكړې.
د دغو مراسمو په دوام كښې د روماينا د مسلمانانو مفتی مراد(Murad) په رومانيه كښې د دغه هيواد د مسلمانانو سره د ايران د سفارت د مرستو او پاملرنې قدرونه وكړه.
د مراسمو په پائې كښې څه باندې سل جلده كتابونه چې اسلامی، كلتوری او د ايران د تمدن په هكله پكښې په رومانيائی او انګريزۍ ژبه مطالب شامل وو، د رومانيه مسلمانانو ته وركړې شول.
په دغو مراسمو كښې د كانستانتا ښار له ٢٥٠تنو نه زياتو مسلمانانو په تيره بيا علماؤ او دينی پوهانو او د مختلفو تنظيمونو غړو، اسلامی فعالانو او د دغه ښار ګڼ شمير مسلمانانو ګډون وكړ. 1079243
captcha