IQNA

احمدی نژاد: د صهيونيسټ رژيم وجود ټول انسانيت ته سپكاوی او د ټولو ملتونو د شخصيت خرابول دی

16:06 - August 17, 2012
د خبر لمبر: 2394955
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد په تهران كښې د قدس د نړيوالې ورځې په دستورو كښې په دې خبرې سره چې صهيونيسټ رژيم په مينځنی ختیځ د سلطې اوزار دی وويل ددغه رژيم وجود ټول بشريت ته سپكاوی او د ټولو ملتونو د شخصيت خرابول دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد چې دقدس دنړيوالې ورځې دلمانځلوپه ځاې يعنی تهران پوهنتون كښې یې د تهران د لسګونو زرو روژه دارو مسلمانانو په ټول كښې وينا كوله وويل نن سبا د اسراييلو او صهيونيسټانو له موجوديت سره مقابله په حقيقت كښې د ټولو انسانانو د حقوقو ساتل او د انسانی كرامت دفاع كول او له بدبختيو، بې وزلۍ، استكبار او استعمار څخه د ټول بشريت د ژغورلو لپاره د لارې پرانيستل دی.
د ايران ولسمشر په دې خبرې سره چې د قدس ورځ د بشری ټولنې له لمن څخه د دغه داغ يعنی د صهيونيسټانو د پاكولو لپار ه د بشری ټولنې او د ټولو انسانو د اتحاد ورځ ده وويل يوه فاسده، د بشر ضد او الهی ارزښتونو ضد لږګی ډله په منظم او كوټلی توګه د ټولو الهی ارزښتونو په وړاندې دريدلی ده. د ايران ولسمشر وويل د قدس ورځې په نومولو كښې د حضرت امام خمينی رحمه الله عليه دعمل نوښت د حضرت امام مهدی عليه السلام لخوا ځانګړی مهربانی او الهی ډالۍ ده او د قدس ورځ د ټولنيزو مسوليتونو د لوبولو او د ځان او له خدای پاك څخه د انسان ټول وجودی اړخونه او نخښه لری.
د ايران ولسمشر زياته كړه ټولو ته معلومه ده چې صهيونيسټ رژيم د انسانانو د بې لارې كولو اصلی عامل او د بشری ټولنې او د انسانانو د كمال مقابل ټكی دی.
1080902

captcha