د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پراساس، د جمعيت دفاع از ملت فلسطين پخوانی مشر ښاغلی مجتبی رحماندوست د ناپييلو د غورځنګ د شپاړسمې سرمشريزې په بيانیې په هكله وويل چې په دې بيانې كې د مختلفو مسئلو لكه د نړۍ سياسی او اقتصادی لانجو، د فلسطين مسئلې، له ایټمی انرژۍ د سوله ايزې استفادې حق، او د نړۍ پايدارې سولې ته اشاره شوې ده.
دا بيانيه هم دا راز د ټولو هيوادونو د ګټو په چوكاټ كې د هغوی په ګډون سره د ګډ نړيوال مديريت لپاره د يو منصفانه، هر اړخيز، روڼ او اغيزمن نظام په جوړولو ټنیګار وشو. د ناپييلو غورځنګ د فلسطين مسئلې ته خاص نظر درلود او په خپلې بيانیې كې یې د فلسطين دمسئلې د حل لپاره په هره لاره كې د نيواك ختميدل، د خپل برخليك د ټاكلو لپاره د فلسطين د خلكو د نه جدا كيدونكی حق ستنول، او د بيت المقدس په مركزيت د يو خپلواكه فلسطينی هيواد جوړول ضروری وګڼل . د ناپييلو د غورځنګ په شاړسمه غوڼده كې تاكيد شوی چې د بشری حقوقو مسايل هم بايد د ملګر تيا، او د رغنده، بې پلوه، عادلانه، غير دښمنانه، انډول او له سياسی ملاحظاتو ليرې لارو چارو سره تر نظر لاندې ونيول شی.
د نړيوال امنيت او ګواښونو په برحه كې هم د غورځنګ بيانیې د ایټمی وسلو په ختمولو د ټينګار په ترڅ كې جوته كړه : د ایټمی وسلو لرونكی هيوادونه بايد وسلو د ختمولو لپاره د اين پی ټی د شپږمې مادې په چوكاټ كې په يو خاص وخت كې عمل و كړی. د غورځنګ په بيانیې كې په عين حال كې ټينګار شوی دی چې د نړۍ ټول هيوادونه بايد له حقوقی ژمنو سره سم بې له تبعيض او توپيره، د ایټمی انرژۍ له سوله ايزې استفادې له مسلمه او نه انكاريدونكی حقه برخمن شی او له ایټمی ټيكنالوجۍ د سوله ايزې استفادې په زمينه كې د اسلامی ايران په شمول د نورو هيوادونو د انتخاب او فيصلو او د سونګو د څرخې په زمينه كې دهغوی د سياستونو بايد درناوی وشی.
د ويلو ده چې د غونډې په وروستۍ بيانې كې د ترهه ګرې مسئلې ته هم پام وشو او غورځنګ هر ډول ترهه ګر عمليات منجمله د ايرانيو پوهانواو څیړاندو ترور چې د بشری ضد ترهه ګرو اقداماتو قربانی شوې دی ، غندی. دتهران د بيانیې مطالب ښيی چې په تهران كې د ناپييلو د غورځنګ شپاړسمه غونډه په يو جهانی نظر سره نړيوالو مسئلو او معاملو ته داخله شوې ده چې له تيرو غونډو سره د دغه غونډې د اساسی توپير ښودنه كوی. دا فرقونه ښی چې غورځنګ په نړيوال مديريت كې د ګډون لپاره مختلفو اهدافو ته نظر لری . چې د غړيو هيوادونو د كلتوری ، تجاری ، اقتصادی او داسې نورو وړتياوو د استفادې او ملګرتيا لپاره د فرصت برابرولو په معنا ده .
له دې امله په تهرا كې د دغه غونډې فيصلې د فعاليتونو نويو څپركو ته د ننوتلو لپاره د يوې دروازې په توګه ګڼلې شو؛ خو په دې واقعيت سترګې نه شوپټولی چې د نړۍ په اوسنيو پيچلو حالاتو كې غورځنګ بايد هڅه وكړی چې په خپلو حقيقی مسووليتونو زيات عمل وكړی. د ناپييلو د غورځنګ شپاړسمه غونډه په داسې شرايطو كې ترسره شوه چې په نړۍ كې د مهمو بدلونونو كتونكې يوو او په نړيوالو ډګر كې هم لويدیځ له اقتصادی ننګونو سره مخامخ دی.
1089519