د akhbarelyom خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مظاهرې به د جمعې د لمانځۀ له ترسره كيدو نه وروسته د مصر د مختلفو ولايتونو د اصلی او سترو جوماتونو مخې ته او د قاهرې په التحرير چوك كښې ترسره شی.
د مصر اخوان المسلمين په خپله بيانيه كښې په دغو مظاهرو كښې د ملی ګوندونو د پراخ ګډون كولو غوښتنه كړې ده.
په دې لړ كښې د اردن اخوان المسملين غورځنګ هم د يوې بيانیې په صادرولو سره په امريكې د پيغمبراكرم(ص) سپكاوې كونكے فلم وغندۀ او له سركاری او ولسی ارګانونو نه ئې د دغه فلم د نمايش د بندولو په موخه د جدی دریځونو د غوره كولو غوښتنه وكړه. 1097223