IQNA

ايت الله خامنه ای: په نوی نسل كې د مقاومت روحيه د شهيدانو د وينو د بركت لامله ده

17:27 - October 14, 2012
د خبر لمبر: 2430756
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی ايران د انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله خامنه ايی نن د شهيدانو، معيوبينو او ايثار ګرانو له كورنيو سره د شمالی خراسان په ولايت كې د ليدنې پر مهال د ايران په نوی او ځوان نسل كې د خپلواكۍ غوښتنې او مقاومت روحيه د شهيدانو د وينو د بركت له امله وبلله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم مشر په ډاګه كړه د انقلاب له قافلې د يو شمير پاتې كيدنو او چاڼ سره سره د اسلامی انقلاب ځوان او نوی نسل د ايران ملت د سلطه غواړو د زياتی غوښتنو په وړاندې په مقاومت او دريدا كې په ليكه ماتوونكی ملت بدل كړئ دئ .
حضرت آيت الله خامنه ايی په دې بيان سره چې له اسلامی انقلاب د يو شمير مخه اړول د انقلاب د قافلې د دريدا په معنی نه دی زياته كړه يو شمير افراد د ستړی والی يا د خپلې پخوا په هكله د شك او ترديد او يا هم د دوښمن په غورو پرړو د غوليدو له امله د انقلاب له مسيره خارج شوی خو په مقابل كې د شهيدانو د وينو په بركت په نوی او ځوان نسل كې داسې انګيزه پيدا شوې چې ټول ايران ېې د ثبات ، عزت او مقاومت له روحېې ډك كړئ دئ. ښاغلی حضرت آيت الله خامنه ايی څرګنده كړه كه يو وخت د اسلام جنګياليو په يوه سيمه كې د عملياتو پر مهال د دوښمن ليكې ماتولې د نن ورځې ځوان نسل چې حضرت امام خمينی او د مقدسې دفاع شهيدان ېې نه ډی ليدلی د ابر قدرتونو د زياتی غواړو سياستونو په وړاندې د هغوی ليكې ماتوی .
د انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله خامنه ايی د نوی نسل په اړه د يو شمير افرادو د غلطو نظريو په اړه ټينګار وكړ د دې غلطو قضاوتونو پر خلاف د ايران ځوانان اسلامی انقلاب او د شهيدانو د لارې تعقيب ته ګروهمن د ی. حضرت آيت الله خامنه ايی د شهيدانو او معيوبينو د كورنيو د صبر او زغم په اړه په ډاګه كړه د ايران ملت بايد د شهيدانو د كورنيو شكر ګزاره وی او د شهيدانو اولادونه هم بايد د خپلو پلرونو ګران بيه ميراث په وياړ سره خپلو راتلونكو نسلونو ته پریږدی.
1118762

captcha