IQNA

سردار وحيدي: ايران له هغه بې پيلوټه الوتكې، چې پر اسرائيل يې الوت وکړ، پرمختللي بې پيلوټه الوتکي لري

13:26 - October 28, 2012
د خبر لمبر: 2438895
سياسي ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت دفاع وزير سردار احمد وحيدی وويل پهپادی (د بې پيلوټه الوتكو) ټيكنالوجی چې په هم دا وروستيو كې د لبنان مقاومت د قدس د نيواكګر رژيم پر فضا كې الوزلی، د ايران د دفاعی برخې خور او روستۍ او پرمختللی ټيكنالوجی نه ده بلكې مونږ له دې مخكې فكر كوو.
د ايران د قران نړيوال خبري اژانس (ايکنا) د يو راپور پر اساس، چې له حکومتي ويب پاڼې يې نقلوي چې د ايران د اسلامی جمهوريت دفاع وزير سردار احمد وحيدی زياته کړه چې اسلامی ايران دمګړۍ له ډرون ټيكنالوجۍ په لاپرمختللی ټيكنالوجۍ سره بې پيلوټه الوتكې لری چې په هم دا وروستيو كې د لبنان د حزب الله غورځنګ له خوا د نيواكی فلسطين په فضا كې ئې الوتونه وكړل.
دغه بې پيلوټه الوتكې په؛ ايوب نامې سره تل پاتې شوی او توانيدلې له دفاعی توغندوی سسټم څخه چې د نيواكی ټاټوبو په درستو پولو كې ځای پر ځای شوی له پيژندګلوۍ پرته تيريدلی او د اسرائيلو د خورا مهمو پوځی او ایټمی مركزونو د پاسه په الوتونو سره خپل پيژندونكی عمليات ترسره كولی شی .
1127398
captcha