د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د پارلمان مشر علی لاريجانی د فلسطين دغزې تړانګې دوروستيو حملو په باره كښې له خپلو نړيوالو او سيمه ايزو هم څنګو سره دپارلمانی سلامشورو په دوام كښې داردن د پارلمان له مشر طاهری مصری سره په ټيلی فونی خبرو كښې وويل د فلسطين او غزې مظلوم خلك نن له بل هر وخت څخه زيات داسلامی دنيا دخلكو ملاتړ او مرستې ته ضرورت لری .
د ايران د پارلمان مشر په غزې تړانګې دصهيونيسټ رژيم دپراخو حملو په سخت غندلو سره په غزې كښې دصهيونيسټ رژيم دوروستيو جنايتونو دغندلو او دفلسطين له خلكو دملاتړ په زمينه كښې دعملی اقداماتو غوښتنه وكړه .
د اردن د پارلمان مشر هم په غزې كښې د فلسطين په خلكو دصهيونيسټ رژيم دحملو په بيا پيليدا خواشينې سره وويل نن سبا د فلسطين د خلكو لپاره له تير وخت خطرناك شرايط روان دی چې د فلسطين له ایډيل څخه د اسلامی هيوادونو جدی بندوبست او ملاتړ ته ضرورت لری . دويلو ده چې اردن هم دسعودی عربستان، قطر، تركیې ، متحده عربی اماراتو په شمول له صهيونيسټ رژيم سره نږدې اقتصادی ، تجارتی او استخباراتی اړيكې اوملګرتياوې لری .
1139299