IQNA

د اسلامی ايران ولسمشر د مصر له ولسمشرسره په تماس كې د فلسطين او نورو دلچسپۍ وړ مسلو په اړه خبرې وكړې

18:12 - November 19, 2012
د خبر لمبر: 2451336
سياسی ډله: ډاكټر محمود احمدی نژاد بیګا د مصر له ولسمشر مرسی سره په ټيلی فونی تماس كې په غزې كې د ثبات، امنيت او ارامښت د ټينګولو لپاره د قاهرې له هلو ځلو په قدرونې سره وويل انسانی او دينی دنده مونږ ته حكم كوی چې د غزې د بیګناه كسانو د وژلې د مخينوی او په دغې سيمې او درست فلسطين كې د دوام داره امنيت او ارامښت د ټينګولو لپاره كوشش وكړو.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ناپيلی غورځنګ مشر د سيمې او نړۍ په ملتونو كې موجودو اندیښنو او په غزې د صيهونيسټ رژيم تيری ته په اشارې سره وويل بايد په غزې كې د وينه بهيدنې او وژلې د دوام د مخنيوی لپاره جوته پروګرام ولرلې شو او له نورو هيوادونو سره په سلاو مشورو سره د صيهونيسټ رژيم د تيريو پر ضد په نړيوال ډګر كې اجماع رامينځته كړو.
ښاغلی احمدی نژاد جوته كړه ضروری ده چې د غزې او فلسطين د مظلومو خلكو ، ماشومانو او ښځو د قتل عام د ختمولو لپاره ټولې هڅې وكارو.
د مصر اولسمشر مرسی هم په دغه تيلی فونی تماس كې په دې په تينګار سره چې د غزې د خلكو په وضعيت انمدیښمن دې او هڅه كوی چې په دغه سيمه د صيهونيسټ رژيم د جنايتونو مخنيوې وكړی او كوشش كوی چې د تيری ګر رژيم پرضد يوه نړيواله اجماع رامينځته شی.
د اسلامی ايران ولسمشر هم دا راز له خپل پاكستانی هم څنګ سره هم په ټيلی فونی تماس كې د دواړو هيوادونو د اقتصادی ملګرتياو د پراختيا د لارو چارو جاج واخيسته.
ښا غلی احمدی نژاد هم دا رنګه په اسلام اباد كې د ډی اته ډلې د غوندې ترسره كيدا ته په اشارې سره وويل ډاډمن يم چې دغه غونډه به د تاسو په مديريت سره د غړيو هيوادونو د اړيكو د پراختيا او ژورتيا په ډګر كې يوه بريالی تجروبه وی.
د پاكستان اولسمشر ښاغلی زرداری هم په دغو ټيلی فونی خبرو كې وويل پا كستان په بيلا بيلو سياسی، كلتوری او اقتصادی ډګرونو كې د دواړو هيوادونو د اړيكو د پياوړتيا او پراختيا غوښتونكې دې.
1140079
captcha