د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر، علی لاريجانی زياته كړه چې نړيوال ډګر په دې وروستيو كالو كې، د نړۍ د يو قطبی كولو د تيورۍ له اثباتی كولو او د ډېرو ځانی او اقتصادی لګښتونو وورسته، د څو قطبی جوړښت پر لور په حركت كې د ی.
لاريجانی پردې په ټينګار سره چې په وروستيو كالو كې د اسلامی هېوادونو بدلونونه د اسلامی اصولو پر اساس د ډيموكراټيك نظام له پلوه، د ستاينې وړ خوځښتونه درلودلی دی وويل چې دغه بدلونونه په هغه كچه چې خپلواكی او آزادی غوښتنه او اسلاميت ښيی، ستر قدرتونه یې په وېره كې اچولی دی.
لاريجانی په عين حال كې وويل چې ځينې بې منطقه سخت دریځې ډلې چې په اسلامی جغرافيه كې یې ترهګر چلندونه كړی دی، د اسلامی م لتونو كورنۍ ننګونې یې زياتې كړې دی او اسلامی هېوادونو ته یې ډېر ځانی او اقتصادی لګښتونه رامنځ ته كړی دی.
ښاغلی لاريجانی همدارنګه پردې په ټينګار سره چې د اسلامی هېوادونو پارلمانونه د اسلامی ملتونو د قدرت بېلګه ده، وويل چې د اسلامی هېوادونو پارلمانونه كولای شی چې له سيمه ييزو او نړيوالو بدلونونو په موكې سره په مشخصه اصولو سره، د اغېزمن قطب په توګه د اسلامی هېوادونو د قدرتمنېدو زمينه برابره كړی او د اسلامی تمدن عظمت رامنځ ته كړی.
1175523