د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، آيت الله احمد جنتی د افراطی ډلو من جمله القاعدې په لاس د سورېې د خلكو وژلې ته په اشارې سره وويل دا وژنې د امريكا په مشرۍ د لودیځو هيوادونو په ملاتړ تر سره كیږی خو زيان به ېې د سورېې د دولت او ملت په ځای د دې اور بلونې اصلی عاملانو ته متوجه وی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د سورېې په وړاندې د فوځی مداخلې پر ضد نړيوالو مخالفتونو ته په اشارې سره وويل د سورېې د بحران د حل يواځنۍ لار مذاكرات او خبرې اترې دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په ايران كې د مقدسې دفاع اوونۍ او د ايران پر ضد د عراق تحميلی جګړې ته په اشارې سره څرګنده كړه د عراق فوځ په ايران كې د اسلامی انقلاب د برياليتوب له پيله په دې هيواد يرغل وكړ تر څو نوی را منځته شوی اسلامی جمهوری نظام چې د بيرونی ګواښ د مقابلې لپاره چمتو نه ؤ له منځه يوسی .
آيت الله جنتی د مقدسې دفاع پر مهال د ايران د خلكو رشادتونو ته اشاره وكړه او زياته ېې كړه ايرانی ځوانانو د تحميلی او تپل شوې جګړې د جبهې ليكو ته په داوطلبانه ډول ورتلو سره يو ځل بيا د رشادت او شهادت فرهنګ بنسټيز كړ او دې فرهنګ يو ځل بيا اسلام ژوندی وساته . د تهران د جمعې لمانځه خطيب د امام خمينی ره په فرمان سره د سپاه پاسداران او بسيج ځواكونو را منځته كيدل او په هغو كې د ايرانی ځوانانو داوطلبانه شامليدل ياد كړل او زياته ېې كړه دا ټول عوامل د دې لامل شول چې له اسلامی ايران بعثی دوښمن په ماته او سر ځوړۍ ووځی بې له دې چې د ايران يوه لويشت خاوره هم په لاس راوړی .
1290769