د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د راپور پر اساس دايران دفاع وزير په عراق كې دهرډول تاؤتريخوالو اونښتو په محكوم كولو سره زياته كړې په عراق كې ټوله معتدلې او ملی ډلې بايد ديوه بل ترڅنګ دعراق دپرمختګ او پراختيا دبهير پياوړی كونكی او په دغه هيواد كې دسولې اوثبات رامينځةكونكی شی .
هغه د ملی حاكميت په احترام او د يوه بل مځكنۍ بشپړتيا ته په درانوی سره يو ځای د اړيكو پر هر اړخيزو پياوړتيا او پراختيا د ايران او عراق د چارواكو خاض ټينګار ته په اشارې سره وويل د سيمې امنيت يوازې د سيمې د هيوادونو په هراړخيزې مرستې سره پوره كيدلی شی
د ايران دفاع وزير هم دا راز د عراق د پوځ د سنبالولو او پياوړی كولو لپاره د ايران چمتووالی اعلان كړ او ټينګار ئې وكړ يو خپلواكه ، يو موټی او پياوړی عراق د سيمې د امنيت ضمانت وركونكی او د دغه هيواد د پرمختګ زمينه جوړونكی دی
1293163