IQNA

هند کښې د قرآن تفسیر او ترجمه نړیواله کانفرانس لپاره د مقالې غوښتنه

9:16 - February 12, 2015
د خبر لمبر: 2841044
نړیواله ډله: د قرآن کریم تفسیر او ترجمه نړیواله کانفرانس د ۳ نه تر ۵ اردیبهشت۹۴ پوری د هند پوهنتون کرالا کښې پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د  «diae» خبرونو نه په نقل، دا کانفرانس به د کرالا پوهنتون د عربی او ژبه پوهنه څانګې په مرسته پیل کېږی.

دا دری ورځې کانفرانس به د قرآن ژباړه او تفسیرونو باندې بحث کوی او په نورو ژبو کښې د قرآن ژباړه کښې موجودې ستونزوی ته به کتنه کوی.

په دې کانفرانس کښې به مختلفه موضوعاتو باندې لکه د قرآن متن او محتوا، فلسفه او نظری جنبه کښې قرآنی خبری، د تفسیر او د اصلی قرآنی تفسیر طریقو تاریخ او بدلون، ژباړه اثرات، د قرآن ژباړه او مختلفه فکری مکتبونه او تفسیرونه، د عربی ژبه ځانګړیتیا او ژباړې ژبه، د قرآن د ژباړی ستونزوی، د ژباړی نظریه او د هغې قرآنی ژباړی سره اړیکې او قرآنی ژباړی ته به کتنه کېږی.

د قرآن ژباړه او د هغې لوستونکې، ټولنه کښې د قرآن ژباړی نه استفاده(تر کومه اندازه خلک د قرآن په ژباړو باندې یقین لری؟) آیا د دې ژباړی نه ښودنو کښې استفاده کېدلی شی؟ د تعصب او  بې طرفى نه لری د قرآن ژباړه، د غیر مستقیم ژباړو ستونزې او د قرآنی ژباړو په تفسیرونو باندې اثر هغه نور موضوعات دی چې پرې بحث به کېږی.

دا کانفرانس به عربی، انګلیسې، اردو او مالایی ژبو کښې پیل کېږی او دې کانفرانس ته مقالې تر ۶ اسفند پوری لېږلې شی.

http://www.iqna.ir/fa/News/2820282

captcha