
د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د اته څلویښتمې کلیزې په درشل کې د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي نن سهار د حضرت امام خمینی په حرم کې په شتون او د فاتحې په لوستلو سره د اسلامی جمهوریت د ارواښاد بنسټګر د مقام درناوی و کړ
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د سباؤن لسیزې په درشل کې نن سهار د حضرت امام خمینی په مرقد کې حاضر شو او ارواښاد امام او داسلامی انقلاب د نورو شهیدانو د درجو د لوړتیا لپاره ئې دعا وکړه.
حضرت امام خامنه اي د امام خمیني په مرقد کې د فاتحې په قرائت او د لمانځه په اقامې سره د هغه بزرګوار د روح دلوړاوي او د هغه د لارې د دوام د بریالیتوب لپاره دعا وکړه .





https://iqna.ir/fa/news/4331336