
ایکنانیوز د امارات لیکس له قوله راپور راکوي ، یوې څېړنې ټکان ورکوونکي معلومات ایشوا کړي چې هغه ئې د «همغږي شوي ډیجیټلي سیستم» په نوم یادوي؛ داسې یو سیستم چې په اروپا کې د مسلمانانو پر ضد له اسلامه د وېرونې د پروسیې پر بنسټ د پراخ تبلیغاتي کمپاین لامل شوی دی. دا سیستم د آنلاین فضا له لارې د یوې سترچینل په وسیله فعالیت کوي چې ویل کېږي له ابوظبۍ سره تړاو لري، او په ښکاره ډول د لوېدیځ له افراطي ښي پال او زور پالو څېرو، ګوندونو او خوځښتونو سره همغږي لري.
دا څېړنه دغه موضوع د یوې پراخې «ډیجیټلي جګړې» په چوکاټ کې څېړي؛ داسې جګړه چې یوازې د رسنیز نفوذ تر کچې محدوده نه ده، بلکې د عامه افکارو بڼه بدلوي، پر پرېکړهکوونکو دباؤ راولي، او په پاي کې پر عملي سیاستونو او کړنو اغېزې شیندي.
د یادونې وړ ده چې د دې څېړنې له مخې، په اروپا کې له اسلامه د وېرونې پروسه کوم طبیعي یا ولسي خوځښت نه دی، بلکې یو «سیستماتیک او له مخکې پلان شوی» کمپاین دی. دا کمپاین د همغږي شوو محتواؤ پر پیاوړتیا او د یو شان پیغامونو پر تکرار ولاړ دی چې په بېلابېلو بڼو خپرېږي او له واقعي وضعیت څخه ناسم انځور وړاندې کوي.
د څېړنې له مخې، موخه دا ده چې په اروپا کې هر څه چې له اسلام سره تړاو لري د اخوانالمسلمین له بهیر سره ونښلول شي، او جوماتونه او اسلامي بنسټونه د «افراطپالنې مرکزونه» او «امنیتي ګواښونه» وبریښول شي؛ دا هغه هڅه دي چې په اروپا کې د مسلمانانو پر ضد ځپونکو سیاستونو او ځورونو ته رواوالی ور کوي.
دغه تحقیق همدارنګه د دې ډیجیټلي چینل د فعالیت او په اروپا کې د افراطي ښياړخو فعالانو او ګوندونو تر مشرۍ لاندې کمپاینونو ترمنځ د پام وړ همغږي ښئي. دواړو لورو په متقابل ډول محتوا تبادله کوله؛په چینل پورې تړلو اکاؤنټونو د افراطي ښياړخو ویناوې او اعلامیې لویَولې، او دغې ډلې بیا هماغه روایتونه په دودیزو رسنیو او پارلمانونو کې تکرارولې.
د دې څېړنې له مخې، کابو ۹۸ سلنه هغه محتوا چې په اروپا کې د مسلمانانو پر ضد خپره شوې، جعلي او جوړه شوې وه. دا لوړه سلنه په څرګنده ښئي چې روان بهیر یو عادي ټولنیز بحث نه دی، بلکې د منظمو ډیجیټلي وسایلو له لارې د عامه افکارو د لاسوهنې یوه پروژه ده.
https://iqna.ir/fa/news/4331112