IQNA

د روسی ژبې د قرآن کریم نوې ژباړه به په کال ۲۰۱۶ کښې پرانیستا کېږی

16:26 - June 10, 2015
د خبر لمبر: 3313097
نړیواله ډله: د تاتارستان دینی مقاماتو نه «کامل سامی جولین» په روسی ژبه کښې د قرآن کریم نوې ژباړې په کال ۲۰۱۶ کښې پرانیستا خبر ورکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الفجر» خبرونو بنسټ نه په نقل، له جمهوری تاتارستان دینی مقاماتو کامل سامی جولین، په دې اړه وویل: اوسنی روسی ژبې قرآن کریم ژباړو کښې ډېرې ستونزې او غلطی شتون لری، د قرآن کریم نوې ژباړه په روسی ژبه کښې کېږی چې دا ژباړه به په راروان کال کښې وړاندې کېږی.

هغه د «قرآن کریم تفسیر اوسنۍ او په تېره کې» کانفرانس کښې چې د تاتارستان پای تخت قازان ښار کې پیل شو، وویل: د قرآن کریم نوې ترجمه په روسی ژبه کې له څلورو کالو رسی شروع شوې او اټکل دا دې چې راروان کال به ترسره شی.

هغه زیاته کړه: له بده مرغه په تاتارستان کښې اوسنی موجودې په روسی ژبه کښې د قرآن ژباړی د دارنګه ژباړونکو کړی چې د قرآن کریم معنا او مفهومونو سره یی کامل اشنایی نه لرله او دغه ژباړی څرګنده غلطی لری.

ویل شوی چې د روس تیومین ولایت والی له دې نه مخکښې په روسی ژبه کښې د قرآن ژباړې په دې هیواد کښې یو شان کولو باندې تاکید کړی وو.

http://www.iqna.ir/fa/News/3312016

captcha