IQNA

میانمار کې انتخابات او د مسلمانانو انتخاباتو کې ګډون نه محرومیت

1:09 - November 10, 2015
د خبر لمبر: 3446412
نړیواله ډله: سره د دې چې د میانمار ۵۱ میلیونو ټولنه کې د مسلمانانو شمېر ۵ په سلو کې دی خو ولی د بودایی «ولتراناسیونالیست» غورځنګ له اړخه د زور زیاتۍ له سببه مسلمانان حق نه لری چې په دی انتخاباتو کې ګډون وکړی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د شفقنا خبرونو بنسټ نه په نقل، تقریبا ۵ لسیځې شوی دی چې د میانمار حکومت د یو نظامی ځواک په لاس کې دی چې په کال ۲۰۱۰ کې یی په ظاهره یو غیر ځواکی حکومت ته بدل کړی.
نن د اسیا شرقی جنوب کې هیواد چې له دې نه مخکې برمه نومې دو د پارلمانی انتخاباتو سره مخامخ دی چې ادعا کوی چې دا انتخابات بیخې ازاد او عادل سره پیل کوی.
د میانمار پارلیمانی انتخابات نن په 8 نوامبر بیل شو او نتیجه به یی 10 نومبر باندې وړاندی کېږی. خو ولی کېدلی شی په هغتو بلکې په میاشتو اولږی چې رسمی نتیجه اعلان شی.
په دې انتخاباتو کې له ۶ زرو نه زیات کاندیدا او ۹۱ سیاسی ګوند شرکت کوی چی په دغه کې زیات کسان د میانمار د اقلیتی قومونو له اړخه دی، دا کسان د ۴۹۸ کرسو لپاره د ۵ کالو پارلمان لپاره مقابله کوی.
خو ولی دې وخت زیات خلک د موجوده حاکم ګوند (USDP) چې ورته د ځواکو او د ولسې دموکراسی ګوند (NLD) چې مشره یی سوچی ده مرسته او حمایت ترلاسه دی ته په تمه دې، خو ولی سوچی چې د انګریز خاوند نه د دوه ماشومانو مور ده او د اساسی قانون له مخې د دغه هیواد ولسمشره نشی جوړېدلی.
په کال 1990 کې ړومبی ځل د 1960 نه پس چې د دیکتاتوری نظام حاکم شو، د میانمار هیواد ړومبی ځل د څو ګوندونو ترمنځه د انتخاباتو شاهد وو، هغه وخت هغه ړومبۍ ځل وو چې د اروپا اتحادیه له دغه انتخاباتو نه څارنه کوله چې په ښه ډول او ازادانه پیل شی.
خو ولی اوس څه داسی حالات شته چې د دې انتخاباتو غیردموکراتیک کېدو کې مرسته کوی او په هغې کې مهم د روهینګیا مسلمانانو له نورو خلکو غوندې انتخاباتو کې د شرکت حق نه لرل دی، حتی چې وین میامیا چې ماندالی کې د ولسی دموکراسی ګوند مشر وو د خپلو عقاید له سببه دې انتخاباتو کې د کاندیدا به عنوان رد شوی.
سره د دې چې د میانمار ۵۱ میلیونو ټولنه کې د مسلمانانو شمېر ۵ په سلو کې دی خو ولی د بودایی «ولتراناسیونالیست» غورځنګ له اړخه د زور زیاتۍ له سببه مسلمانان حق نه لری چې په دی انتخاباتو کې ګډون وکړی.
د بشری حقوقو څارونکې د ملګرو ملتونو سازمان تېره هفته اعلان کړی وو چې دا رنګه محدودیت د دې انتخاباتو ټیک کېدلو باندې نیوکه کوی.

http://iqna.ir/fa/News/3444508

captcha