IQNA

د شیخ احمد عینع د تلاؤت تیروتنه،غبرګونونه

شیخ طاروطي په قرآنی فعالانو کې د درز له رامینڅةکولو څخه دډډه کولو په ضرورت ټينګار وکړ

13:15 - November 03, 2025
د خبر لمبر: 3491958
ایکنا- د مصر یوه غوره قاری عبدالفتاح طارووطی د شیخ احمد نعینع د تلاؤت په باب د وروستیو ګونګوسو په باب  په یوې اعلامیې کې  د قرآن د مینه والو ترمینځ د درز  له رامینځة کیدا څخه د ډډه کولو په ضرورت ټينګار وکړ.

ایکنانیوز د الدوله نیوز له قوله راپور راکړ، د مصر مرستیال شیخ القراء  او د دغه هیواد د قاریانو د اتحادئې عمومی منشي  عبدالفتاح طارووطي د مصر د ډاکټر قاری احمد نعینع  دتلاؤت په باب د نظرونو په باب د مصر د قرآن د حافظانو او قاریانو د ټولنې  په ټولنیز چینل پاڼې کې د خپره شوو مطلبونو په باب یوه بیانیه خپره کړه.

هغه ووئيل؛ د اتحادئې د مشر شیخ محمد صالح حشاد په وسیله د اتحادئې په رسمي ویب پاڼې  ددغه خبر  له خپریدا وروسته مو ددغې  اتحادئې له مشر سره تماس وینوؤ او  هغه توضیح راکړه چې  دغه تلاؤت د سکندریه  له المرسی ابوالعباس جومات څخه په ژوندئ بڼه په ټولنیزو چینلونو کې  خپور شوی او ځینو کارؤنکو هغه ته ورلیږلی  دی او له هغه غوښتل شوي دي چې د قرآن کریم په تلاؤت کې  د هر ډول سهوا تیروتنه یا هیریدا  په باب دې خپل توضیح ورکړي.

طارووطی زیاته کړې ده، په تلاؤت  کې دغه تیروتنه  داسې شی دی چې هیڅکله هم  څوک پکې معصوم نه دی، ځکه ټول اهل قرآن ، له واړه رانیولې تر لوي پورې ورسره مخ کیږي، خو قرآن کریم  بریالی او ماته نه خوړونکی دی. هغه ووئيل، د قاریانو د ټولنې مشر توضیح ورکړې چې په دې زمینې کې ئې خپله دنده ترسره کړې ده، ځکه  ددغې اتحادئې یوه اصلی موخه له تیروتنو  څخه د خداي پاک د کتاب ساتل او په عین حال کې د قاری دمنزول او ځائيګي ساتل دي. په دې اړه هیڅوک مستثنی نه دي.

هغه ووئيل، هغه څه چې پيښ شوي دي، د هغې مینې او  احترام پر ریښو چې د قرآن ټول مینه وال او فعالان له یوه بل سره ارتباط او پيوندونه لري ئې،هیڅ اغیزې نه کوي.؛ هغه اړیکې چې د مونږ زړونه  ئې د خدای له کتاب سره په عشق کې او د  له پاک روح ، د نیت له خلوص او له یوه بل سره  په مینې کولو کې د  قرآنی لوړ رسالت  په ترسره کولو کې  راغونډ کړي دي .

هغه په پاي کې له ټول غوښتي  چې  د قرآني فعالانو ترمینځ دې له درز اچولو  ډډه وکړي او وئيلي ئې دي، دمونږ ټولو هدف د قرآڼ او قرآنی مینه والو ته خدمت کول دي.

د قاریانو د ټولنې عمومی منشي شیخ حشاد هم په رسمي ویب پاڼې  کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ټينګار کړی دی، دې موضوع ته په پام سره  د  اتحادئې شورا به ډيره زر ددې پيښې پّ اړه  دمناسبې فیصلې  دغوره کولو په خاطر یوه ناسته ترسره کړي.

داپه داسې حال کې دي چې احمد نعینع  په دې باب له کوم نظر څرګندولو ډډه کړې او ټينګار ئې کړی دی چې د مصر د قاریانو د عزت او احترا م دساتلو په خاطر په دې باب هیڅ خبره نه کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4314020

 

captcha