
ایکنانیوز د عربستان د واس خبری آژانس له قوله راپور راکړ، آیسسکو ادارې د مراکش په پلازمینې رباط ښار کې پخپل مرکز کې د رسانئ محتواؤ د خپریدا او د ریکارډ کولو لپاره یوه پرمختللی سټوډیو افتتاح کړه څو په غړو هیوادونو کې خپل رسانئي ماموریت پیاوړی کړي او په اسلامی نړۍ :ې د رسانئ او د محتوا د تولید په حوزې کې د فعالو ځوانانو دتوانمنولو لپاره تخنیکي زده کړې خدمات وړاندې کړي.
د آیسسکو ادارې عمومی مدیر سالم بن محمد المالک ددې خبرې په اعلانولو سره ټينګار وکړ چې دغه ګام د ادارې د نوي رسانئ سټراټژۍ په چوکات کې ترسره شوی دی، داسې سټراتژي چې موخه ئې دماډرنو او پرمختللو رسانئي پیغامونو رامینځة کول دي چې په غړو هیوادونو کې زیاتره ښاریزو ته ورسول شي. او د رسانئ په ډګر کې د ټيکنالوجیکي بدلونونو او نړیوالو چیلنجونو په سورې کې خپلې اصلي دندې ترسره کړئ شي.
دغه سټوډیو به خپل پروګرامونه په عربی ،فرانسوي ، انګریزي ، اسپانیائي و روسي ژبو کې وړاندې کړي او د چورلیزي خبرواترو او د عمل د پوهې د پلیټ فارم په توګه به دندې ترسره کړي چې له متفکران،، پوهانو او ادیبانو څخه به کوربتوب وکړي څو په اسلامی نړئ کې د دوي د خلاقانه آثارو او غوره لارو په وسیله اصلي موخې معرفي شي.
https://iqna.ir/fa/news/4314187