قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مالیزیا Bernama خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مالیزیا له اړخه د قرآن وخت کامیاب نړیواله کمپاین د عرفه په ورځ چې د دعا ورځ په نوم باندې وټاکلې شو په کې د سوره حج تلاوت او د ټولې نړۍ نه په دې پروګرام د مسلمانانو ګډون نه ورستو نن دا پروګرام د قرآن وخت د مسلمانانو ښځو نړیواله غونډې په څنډ کې هم پيل شو.
د مسلمانانو ښځو نړیواله غونډه پیل کولو مسئول سیف الرضا محمد او د مالیزیا اسلامی نړیواله پوهنتون مرستیال چې د عرفه په ورځ د قرآن وخت کمپاین پیل کولو مرکز مشر هم وو وویل: غواړم چې د قرآن وخت کمپاین یو ادامه لرونکې کمپاین کې بدل کړم.
هغه زیاته کړه: زمونږ هدف د قرآن وخت کمپاین یو وړې مودې لپاره نه دې چې لږه موده پس به بند او بیا هېر شي.
د دې غونډې په څنډه کې «تر جنته» کمپاین هم به ټولنیزه رسنۍ باندې پيل کېږي او مسلمانانې ښځې به له #tilljannah هشټیګ نه استفادې سره په زړه پورې انځورونه او موضوعات شریک کولې شي.
د نړۍ ښځو سره لید، نا دولتي سازمانونه، د ښځو غونډې، نړیواله اسلامی کلتوري کانفرانسونه او ګڼ شمېر نندارتونونه د دې پروګرامونه دې چې د نړیواله مسلمانانو ښځو غونډه په څنډه کې پيل کوې.
دا درې ورځي کانفرانس د جمعه په ورځ د مالیزیا د اسلامی چارو وزیر جمیل خیر بهارم تقریر سره د ۵۰ هیوادونو نه دوه زره ګډون کوونکو په شتون سره شروع شوي وو.
په دې کانفرانس کې د ټولې نړۍ مسلمانانو ښځو سره تړلې مسئلو، د هغې په مختلفو ټولنو کې مشارکت او دنده او د ودې لارې څېړنې کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3532775