د ایکنا د راپور له مخې، چې د فرانسې خبري اژانس (AFP) له قوله خپور شوی راغلی دي، د فادي حمدالله النسان، چې د المغیر کلب لوبغاړی او د فلسطین د تنکیو ځوانانو د ملي لوبډلې غړی و، د جنازې مراسم د سلګونو کسانو په ګډون ترسره شول. د هغه جسد د رامالله له فلسطیني طبي مرکز څخه خپل ټاټوبي ته ولېږدول شو او هلته خاورو ته وسپارل شو.
د فلسطین د فوټبال فيډریشن اعلان کړی چې صهیونیستي وحشي پوځیانو ، د جولائی په ۱۱مه، په داسې حال کې پر فادي النسان ډزې وکړې چې صهیونیستي مېشتو کسانو پر المغیر کلي برید کړی و.
د یادې اعلامیې له مخې، دغه تنکی لوبغاړی د ورن په برخې کې په میرمۍ لګېدلی و. ډاکتران د هغه د ژغورلو لپاره اړ شول چې پښه ئې پرې کړي، خو نوموړي په پای کې د ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د هغه پلار، حمدالله النسان، فرانسې خبري اژانس ته وویل:هغه له فوټبال سره ډېره مینه درلوده او ټولو به خوښاوه. کله چې وحشی صهییونیسټ مېشتو کسانو برید وکړ، د ښځو او نجونو د چیغو غږ ئې واورېد. د مرستې لپاره د برید ځای ته ولاړ او هماغلته شهید شو.»
د هغه مور، حنان النسان، هم وویل:فادي یو ښه زدهکوونکی، بریالی ورزشکار او د فوټبال مینهوال و. ټولو به خوښاوه. الله دې هغه د شهیدانو په ډله کې وشمېري.»
د فرانسې خبري اژانس د هغو شمېرو له مخې چې د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس دي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۰۸۸ فلسطینیان په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو او یا صهیونیست مېشتو کسانو له خوا شهیدان شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4364809/