د ایکنا د راپور له مخې، چې د «فلسطین الآن» له قوله ئې خپور کړی ،راغلي دي، د «امیلي دماري» په نوم د یوې پخوانۍ اسرائیلۍ اسیرې ویډیو، چې له غزې څخه د ۴۷۱ ورځني بند وروسته آزاده شوې وه ، د صهیونیسټي رژیم په سیاسي او ټولنیزو محفلونو کې د سختو غبرګونونو او پراخې غوسې لامل شوې ده.
دغه ویډیو، چې د دمري د یوې ملګرې له خوا په اینسټاګرام کې خپره شوې، هغه د ګاډي چلولو پر مهال ښئي چې د قرآن کریم تلاوت آوري. سره له دې چې ملګرې ئې ترې غواړي راډیو بنده کړي، خو دمري د قرآن د تلاوت پر دوام ټینګار کوي او وایي چې د قرآن غږ ورته د سکون او ارامښت احساس ورکوي.
په دغې ویډیوئي کلیپ کې د یونس مبارکې سورې ۱۰۴م آیت تلاوت کېږي:
«قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي شَكٍّ مِّن دِينِي فَلَا أَعْبُدُ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ أَعْبُدُ اللَّهَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ»
؛ ووایه: ای خلکو! که تاسو زما د دین په اړه شک لرئ، نو زه د هغه چا عبادت نه کوم چې تاسو ئې له خداي پرته عبادت کوئ، بلکې یوازې د هغه خداي عبادت کوم چې ستاسو روحونه اخلي، او ماته امر شوی چې له مؤمنانو څخه واوسم.
میرمن امیلي دمري، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې د غزې د جنګ د اوربند د هوکړې له مخې آزاده شوه، تر دې مخکې ئې هم په خپلو څرګندونو کې د زندان پر مهال د قسام لیواؤ د ځواکونو د انساني چلند یادونه کړې وه. هغې ویلي وو چې د صهیونیسټي رژیم د بمبارۍ پر مهال د ټپي کېدو وروسته هم د مقاومت ځواکونو ورته درملنه او پاملرنه کړې وه او د آزادۍ پر مهال ئې روغتیایي وضعیت د هغې له تمې ډېر ښه و.
د دغې ویډیو د پام وړ ټکی یوازې د قرآن له تلاوت سره مینه نه ده؛ دماري د ویډیو په یوه برخه کې خپلو هغو غیرمعمولي چلندونو ته هم اشاره کوي چې له آزادۍ وروسته ئې ترسره کړي دي، لکه د غزې پولې ته په بیا بیا ډول ورتګ، څو د غزې غږونه واوري. د هغې په وینا، د عام تصور برعکس، د دغو غږونو اورېدل هغې ته د سکون احساس ورکوي.
دا هر څه په داسې حال کې دي چې په نیواکي سیمو کې تندلارو صهیونیستي بهیرونو د هغې پر دې چلند سختې نیوکې کړې او د دغې پخوانۍ اسیرې پر ضد یې د امنیتي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
دغه پېښه یو ځل بیا د صهیونیستي چارواکو د بندیکیدا د پړاؤ د رسمي روایتونو او د اسیرانو د واقعي تجربو ترمنځ موجود واټن او اختلاف په ډاګه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4364562