ایکنانیوز د تسنیم خبري اژانس له قوله راپور راکوي، د نړۍ د مسلمانانو د مجاهد امام او د مستضعفانو د شهید رهبر، حضرت آیتا... العظمی سید علي حسيني خامنهاي (رضوان الله تعالی علیه) پر مبارک جسد د جنازې لمونځ ترسره شو.
دغه لمونځ د عراق د ستر دیني مرجع آیت ا... سیستاني نماینده شیخ عبدالمهدي کربلایي ادا کړ او په دغو پرتمینو او ولولناکو دستورو کې په میلیونونو کسانو ګډون وکړ.
په مشهد مقدس کې د شهید رهبر د جنازې د دستورو وخت بدل شو
همداراز د مشهد د شهید رهبر د استقبال او جنازې د مراسمو مرکزي کمیټې وئيلي دي، چې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې مراسم به په مشهد کې نن د سهار په ځاي د ماسپښین په دوو بجو (۱۴:۰۰) ترسره شي.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د «د ایران د شهید» د استقبال او جنازې د کمیټې دریمه خبرتیا خپره شوه، چې په دغې
خبرتیا کې ویل شويدي،په نجف اشرف او کربلا معلی کې د عراقيانو په تیره بیا د دغو ښارونو او د شاوخوا د ولایتونو په میلیونونو اوسېدونکو، د بېساري او پراخ هرکلي له امله، د شهید امام خامنه اي د مبارک جسد مشهد ته د رسېدو وخت له ځنډ سره مخ شوی دی.
له همدې امله، د استقبال او جنازې مراسم به د پنجشنبې ورځې د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو د امام رضا (ع) له سړک څخه د سپېڅلي رضوي حرم پر لور ترسره شي.
https://www.tasnimnews.ir/fa/news/1405/04/18/3643047