یکنانیوز راپور راکړ،منی بعزاوي، چې د تیونس لیکواله او د مقاومت د ادبیاتو متخصصه استاده ده، په تهران کې د ایران د شهید رهبر د وروستي الوداع د مراسمو په څنډې کې له ایکنا سره په خبرو کې وویل ؛د آیتالله خامنهای سټراټیژي پر درو اساسي ستنو، یعنې رهبري، حاکمیت او مخکښي ولاړه وه، او دغه تګلاره نه یوازې د سترو بریاوو د ترلاسه کولو لامل شوه، بلکې په نړۍ کې یې د انساني ارزښتونو په خپرېدو کې هم مرسته وکړه.»
دغې تیونسي استادې زیاته کړه:آیتالله خامنهای د اسلامي یووالي د ټینګښت او د فلسطین د آرمان د ملاتړ په برخې کې د دغو اصولو اهمیت په عمل کې ثابت کړ؛ هغه فلسطین د ټولو ملتونو او د نړۍ د ټولو آزادو انسانانو ګډه مسئله بلله.»
بعزاوي د مقاومت د یو شمېر مخکښو شخصیتونو د شهادت یادونه هم وکړه، چې له هغو څخه ئې شهید سید حسن نصرالله او شهید سردار قاسم سلیماني نومونه واخیستل، او وې ویل چې هغوی د همدې آرمان د ساتنې لپاره خپل ژوند قربان کړ.
هغې د خپلو خبرو په پای کې وویل:«آیتالله خامنهای مقاومت د اسلامي امت او د بشري ټولنې لپاره د صبر، حکمت او هدایت نښه ګڼله؛ داسې یوه تګلاره چې موخه یې د عزت او کرامت ساتنه، د خاورې دفاع او د ملتونو د آرمانونو تحقق ؤ.»
منی بعزاوي د تیونس شاعره او لیکواله ده. هغې د ماسټرۍ تهیسس یا پایاننامه د «په اوسمهاله عربي فرهنګ کې ښځه او ویاړ» په عنوان سره لیکلي او د پي ایچ ډي رساله ئې د قدردانۍ او پر اسلامي تصوف د هغې د اغېزو په اړه ده. تر اوسه یې لږ تر لږه ۱۵ ادبي مقالې، د شعر شپږ ټولګې او دوه کتابونه خپاره کړي دي. نوموړې د عربي ژبې ترڅنګ په فرانسوي، تر یوه حده په انګریزئ او همدارنګه په فارسي ژبه هم خبرې کولای شي.
https://iqna.ir/fa/news/4363375