ایکنانیوز راپور راکړی، د ایران د پوځ د عامه اړیکو له قوله ئې خپور کړی راغلي دي ، د ایران د اسلامي جمهوریت وسلوالو ځواکونو په سیمې کې د امریکا د پوځ د سټراټیژیکو شتمنیو، د قوماندې او کنټرول مرکزونو، لوجستیکي بیخ بینائيو او هوايي دفاعي سیستمونو پر ضد د خپلو اغېزشیندونکو ځوابي عملیاتو په دوام کې، د «صاعقه» عملیاتو په څوارلسم، پنځلسم او شپاړسم پړاؤنو کې، د بېپیلوټه الوتکو او بلسټيک توغندیو په وسیله د کویت په العدیري کمپ کې د امریکا د پوځ د مهماتو زېرمتون، د علي السالم په هوائي اډې کې د قوماندې ودانۍ او د مهماتو ګودامونه، او همدارنګه په کویت کې څو ارتباطي پلونه په نښه کړل.
العدیري کمپ د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو د لوجسټيک او د ځواکونو د بیا منظمونې یو مهم مرکز ګڼل کېږي، او د علي السالم هوايي اډه په فارس خلیج په سیمې کې د امریکا د هوايي عملیاتو له سترو ملاتړیزو او همغږۍ مرکزونو څخه شمېرل کېږي.
د دغو بریدونو په دوام کې، د اردن د الازرق په هوائي اډې کې د امریکا د پوځ د سونګو زېرمې هم د بېپیلوټه الوتکو په شیشت کې په راتلو سره په لوخړو کې پَټې شوې
اردن همدااوس د امریکا د سنټکام ترهه ګر ځوا ک په مرکز بدل شوی دی
د ایران د وسلوالو ځواکونو په اعلامیې کې ټینګار شوی دی، د ایران د ستر او قدرمن ملت د غیرت او ایثار وارث دی، هر هغه ځواک چې د ایران د ملت د ارادې د ازمېښت خیال په سر کې ولري، د وسلوالو ځواکونو او د دغه لرغوني ټاټوبی د مېړني ولس له کلک همډ او بشپړ چمتووالي او غاښ ماتونکي ځواب سره به مخامخ شي.
همداراز په راپورونو کې وئيل شوي دي د سعودي عربستان په دوو ښارونو او همدارنګه د اردن په ختیځ کې د خطرې ټلۍ کرنګیدلي دي . داهم پّ راپور کې وئيل شوي دي، چې د عربستان د ملکي دفاع ادارې اعلان کړی چې د الخرج ښار د مخکیني خبرداري سیستم د احتمالي ګواښ له امله فعال شوی دی.
د راپورونو له مخې، د الخرج او ینبع ښارونو د خطرې ټلۍ په دې پسې کړنګیدلي چې د ایران د وسلوالو ځواکو له خوا د توغندیو غورا او وحشت ئې ثبت کړی ، ینبع د عربستان په لوېدیځ کې د سره سمندرګي پر غاړه او الخرج د ریاض ښار په سوېل کې موقعیت لري.
د یادونې وړ ده چې د امیر سلطان هوايي ډګر ، چې په ځانګړي ډول د امریکايي پوځي الوتکو او د سونګو د رسولو الوتکو د ځای پر ځای کېدو مرکز دی، د الخرج ښار په سوېل کې موقعیت لري.
د خبري سرچینو په وینا، وروسته له دې چې د امریکا سونګو رسونکي الوتکې له امیر سلطان هوايي اډې څخه پورته شوې، دغه اډه د توغندیزو بریدونو هدف وګرځېده.
https://iqna.ir/fa/news/4364480