ایکنانیوز د الجزیرې په حوالهراپور راکړی، د غزې په شمال کې د النور قرآني مرکز د جګړې له امله د رامنځته شویو ستونزو سره سره لا هم خپلو تعلیمي او تبلیغاتي پروګرامونو ته دوام ورکوي. خو مسؤلان ټینګار کوي چې د دې مرکز دوام د لومړنیو اړتیاوو لکه د قرآن کریم نسخو، پنکو، اوبو او د زدهکوونکو د اړتیا وړ توکو برابرولو پورې تړلی دی.
دغه مرکز بېلابېل پروګرامونه وړاندې کوي، چې پکې د قرآن کریم حفظ، دیني ویناوې، پوهنتوني پروګرامونه، د اوړي تعلیمي زده کړې کیمپونه او د مشرانو لپاره د تلاوت ناستې شاملې دي. همدارنګه دا مرکز ماشومانو او لویانو ته د قرآن کریم د سم لوستلو زدهکړه هم ورکوي.
دغه مرکز د «قرآني غوټیو» په نوم یو پروګرام هم لري چې پکې نجونو ته د عمرونو په بېلابېلو پړاوونو کې، له لومړني ښوونځي څخه تر پوهنتون پورې، د اخلاقو، ادابو، فقهې او سنتو زدهکړې ورکول کېږي.
د قرآن کریم د نسخو د سخت کمښت له امله، دغه مرکز شفاهي زدهکړو ته مخه کړې ده. ښوونکي له حفظ څخه تلاوت کوي؛ له دېرشمې سپارې (جزء عمّ) څخه پیل کوي او بیا نورو سپارو ته ځي، څو له محدودو امکاناتو سره سره د قرآن زدهکړه روانه وساتي.
مسؤلان تأییدوي چې په جومات کې موجود ډېری قرآنونه څېرې شوي یا زاړه شوي دي، او ځینې ئې د ویجاړو شویو ودانیو له خاورو لاندې راایستل شوي دي، څو د زدهکوونکو د روزنې لپاره ترې استفاده وشي.
هغوی ټینګار کوي چې هدف ئې د جګړې په شرایطو کې د دیني هویت ساتل او د نوي نسل په زړونو کې د قرآن کریم د ځائيګي ټینګول دي.
یو زدهکوونکی وايي:زما تر ټولو لویه خوښي دا ده چې جومات ته ځم، قرآن او حدیثونه حفظ کوم، او د قرائت د قواعدو او لحن زدهکړه کوم.»
https://iqna.ir/fa/news/4363551