د ایکنانیوز د راپور له مخې، چې د The Capital له قوله خپور شوی راغلی دي، د دغو دوو وروڼو ځانګړې تلاوت، چې د غږ، لهجې او تجوید په بشپړه همغږۍ سره ترسره شوی، څرګندوي چې دوي له کلونو راهیسې قرآن کریم په ګډه حفظ کړی او په دوامداره توګه ئې تمرین کړی دی.
د دوی ځانګړتیا یوازې د ښکلي غږ لرل نه وو، بلکې د تلاوت پر مهال ئې دومره د پام وړ همغږي درلوده، لکه یو کس چې قرآن کریم تلاوت کوي.
همدارنګه، د تجوید د احکامو دقیق مراعات او ښکلی ترتیل د حاضرو خلکو پراخه ستاینه له ځان سره راوپاروله.
په «محفل تلاوت» پروګرام کې د دغو غبرګو وروڼو ګډون د دې روښانه بېلګه ده چې کورنۍ د قرآن کریم د مینې په روزنې او پیاوړتیا کې څومره الهامبخښونکی رول لري.
د دوی دوامداره روزنې او په ګډه د تلاوت زدهکړې د هغوی د اجرا پر کیفیت ژورې اغېزې کړی او دا پیغام ئې ورکړی چې استعداد د ملاتړ په برکت غوړېږي، او وروري د قرآن کریم د حفظ، تجوید او ښکلي تلاوت په برخې کې په یوه بریالۍملګرتیا بدلیدلی شي.
د «حکومت یا محفل تلاوت» نومې پروګرام دوهم پړاو لا هم د مصر له بېلابېلو ولایتونو څخه د بااستعداده قاریانو د موندلو او روزلو بهیر ته دوام ورکوي. دغه پروګرام د مصر د اوقافو وزارت او د المتحده رسنیزو خدمتونو شرکت په همکارۍ، د قرآن کریم د حافظانو د ملاتړ او د تجوید د اصولو له مخې د صحیح قرائت د دودولو په موخه تولید شوی دی.
تېر کال هم « د محفل یا حکومت تلاوت» د مصر له بېلابېلو ولایتونو څخه د ممتازو قرآني استعدادونو او ځانګړو قاریانو د پېژندنې لپاره ترسره شو او د الحیاة، CBC، ناس، مصر قرآن کریم سپوږمکیزو چینلونو او د Watch It پلېټ فارم له لارې خپور شو.
https://iqna.ir/fa/news/4364673