د ایکنا د راپور له مخې، محمد حسن علي الکباري له ایکنانیوز سره په خبرو کې د شهید رهبرامام خامنه اي د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تدبر سره د مینې په اړه وویل: حضرت امام خامنهای (قدس سره) په رښتیا د شهادت لپاره ژوند وکړ او د خپل ټول ژوند په اوږدو کې یې د خدای د کتاب، قرآن کریم، مینه او پاملرنه د خلکو په زړونو کې ژوندۍ وساتله. خداي تعالی زموږ ستر رهبر امام خامنهای (رضوان الله تعالی علیه) ته د شهادت نعمت او له قرآن کریم سره ژوره مینه ورپه برخه کړه. همدا لامل شو چې خداي تعالی د خلکو زړونه د هغه د اطاعت او محبت پر لور مایل کړل او د خپلې دغې وعدې تحقق ئې څرګند کړ: چې فرمائيلي ئې دي؛
«إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا؛
؛ بېشکه هغه کسان چې ایمان ئې راوړی او نېک عملونه ئې کړي دي، زر به ورته مهربان خداي د خلکو په زړونو کې مینه واچوي. (سورة مریم، آیت ۹۶)
الکباري زیاته کړې ده، د حضرت امام خامنهای له قرآن کریم سره ژوره مینه او ارادت سبب شوی چې خدا وندمتعال هغه بزرګوار ته لوړ مقام، عزت او اقتدار ورکړي. هر څوک چې د خداي د کتاب، قرآن کریم، درناوی وکړي، خداي تعالی به یې مقام او برخلیک لوړ کړي.
دغه یمني قاري وویل، هر څوک چې د حضرت آیتالله العظمی امام خامنهای هغه درسونه، لیکنې، ویناوې او د قرآن کریم د آیتونو تفسیرونه ولولي، که د ځوانۍ په پړاؤ کې وي او که د رهبرۍ پر مهال ، نو دا به درک کړي چې زمونږ شهید رهبر پوهېده چې د خداي د کتاب په فکر او تدبر کې د دې دنیا جنت او د مؤمنانو د زړونو سکون او پراختیا نغښتې ده.
هغه زیاته کړه، د قرآن کریم د نړیوالو قاریانو د ستاینې په مراسمو کې د هغه شتون د ګډونوالو لپاره د ویاړ تاج و. دا موږ ته دا یادونه کوي چې د امت قدرت د خداي په کتاب او د هغو رهبرانو په بصیرت کې نغښتی دی چې د قربانۍ او ایثار پر لاره ګام ږدي.
الکباري وویل: موږ دا نېکمرغي درلوده چې د هغه ستر شخصیت مو له نږدې درک کړ، او کله چې مو د هغه له پاک جسد سره د وروستي ځل لپاره الوداع کوله،نو داسې احساس مو کاوه لکه له خپل ټول وجود سره چې ترې رخصت اخلو. هغه د یوه نېکمرغه شهید په توګه د خپل پالونکي حضور ته ور روان شو، او د هغه د لیدنې اغېز به د تل لپاره زموږ په زړونو کې ژوندی پاتې وي.
https://iqna.ir/fa/news/4364149