IQNA

د اسلام‌ضده احساساتو پر وړاندې د مبارزې لپاره د اسټرالیا د حکومت نوې اقدامات

6:29 - July 20, 2026
د خبر لمبر: 3493048
د آسټریلیا لومړی وزیر البانیز
ایکنا- د اسټرالیا حکومت د اسلام‌ضده احساساتو (اسلام‌هراسۍ) پر وړاندې د مبارزې لپاره له  وړاندې شویو ۵۴ سپارښتنو څخه ۳۵ سپارښتنې منلې دي. دغه اقدام د اسلامي تنظیمونو  له هرکلي سره مخ شوی، خو دغو بنسټونو ټینګار کړی چې د حکومت په پروګرام کې لا هم د مسلمانانو پر ضد د کرکې خپروونکو د حساب ورکولو لپاره کافي حقوقي اقدامات او عملي میکانیزمونه نشته.

  ایکنانیوز د ایس بی ایس خبری چینل له قوله راپور راکړ،  د آسټریلیا حکومت د تیرې شنبې په ورځې وئيلي دي چې د اسلام‌ ضده احساساتو یا اسلام هراسۍ پر وړاندې د اسټرالیا د ځانګړي استازي آفتاب ملک د راپور له ۵۴ سپارښتنو څخه ئې ۳۵ منلې دي. دغه راپور د دې لپاره چمتو شوی ؤ چې په اسټرالیا کې د مسلمانانو پر وړاندې د توکمپالنې او سپکاوي د زیاتېدو مخه ونیول شي.

فیډرالي حکومت ټینګار  کړی چې له اسلامه د ویرونې پروسه یا اسلام ‌هراسۍ او د مسلمانانو پر وړاندې د توکمپالنې د ریښو د له منځه وړلو لپاره باید لا ډېر بنسټیز اقدامات وشي.

د اسټرالیا لومړي وزیر، انتوني البانیز، د کورنیو چارو له وزیر ټوني برک او د څو فرهنګیزو چارو له وزیرې  آن علي سره په ګډې اعلامیې کې وویل چې د حکومت ځواب د ټولنو د امنیت ساتنې او د ټولنیز یووالي د پیاوړتیا لپاره پر عملي اقداماتو متمرکز دی.

هغه زیاته کړې ده:مونږ ټولو سپارښتنو ته ځواب ورکړی دی؛ ځینې مو په بشپړه توګه منلي او د عملي کولو بهیر مو پیل کړی، او ځینې نورې لا هم لا ډېرو څېړنو او جزئیاتو ته اړتیا لري.

دا اعلان د آفتاب ملک د راپور له وړاندې کېدو لس میاشتې وروسته وشو، خو حکومت په څرګنده توګه ونه ویل چې کومې سپارښتنې ئې منلې او کومې ئې رد کړې دي.

آفتاب ملک وویل:د اسټرالیا د مسلمانانو لپاره، چې لا هم په خپل ورځني ژوند کې له اسلام‌هراسۍ سره مخ دي، دا د انتظار ډېره اوږده موده وه.»

هغه زیاته کړه:دا اقدامات ځکه ډېر مهم دي چې ښئي حکومت منلې ده چې اسلام‌هراسي یوه واقعي او جدي ستونزه ده او په ملي کچه ځواب ته اړتیا لري، خو دا یوازې د لارې پیل دی.

ملک صیب همدارنګه وویل چې دی درک کوي حکومت باید د بېلابېلو لومړیتوبونو ترمنځ توازن وساتي، خو باید دا تمه ونه شي چې د اسټرالیا مسلمانان د دغو ملاحظاتو بیَه پرې کړي.

د البانیز حکومت خپل پروګرام په څلورو برخو کې تنظیم کړی دی:

د عامه پوهاوي او زده‌کړې پراخول،

ساتنه او ملاتړ،

د ټولنیز یووالي پیاوړتیا،

حساب ورکونه او مسؤلیت‌پذیري.

https://iqna.ir/fa/news/4364913

captcha