د ایکنا د راپور له مخې، چې د مصري الیوم له قوله یې خپور کړی راغلي دي، د مصر د قاریانو مشر شیخ احمد نعینع د مصر راډیو لپاره د قاریانو د انتخاب د څرنګوالي او میکانیزم په اړه وویل چې د ارزونې په کمېټیو کې هېڅ ډول واسطه یا توپير نه کېږي، او یوازې د وړتیا او تخنیکي تسلط پر بنسټ پرېکړه کېږي، څو د قرآن د تلاوت په ډګر کې د مصر تاریخي مقام او مخکښي وساتل شي.
نعینع د «شمس» سپوږمکیز ټیلوېژني چینل د «ښاروند او مسئول» پروګرام له چلوونکي نافع التراس سره په مرکه کې وویل چې د هر قرآني استعداد سمه لاره د قرآن کریم له بشپړ حفظ او د تجوید د قواعدو له بشپړ زده کړې څخه پیلېږي، او وروسته د قرآن کریم راډیو د ورودي ازموینو په ورکولو سره دوام مومي؛ هغه ازموینې چې ډېر سخت معیارونه لري.
هغه څرګنده کړه چې د ازموینې د کمېټې موخه یوازې د ښکلي غږ لرونکي قاري موندل نه دي، بلکې دوي داسې قاري غواړي چې هر اړخیز قرآني شخصیت ولري؛ داسې شخصیت چې انډولیز تلاوت، اوږده ساه، او د ژوندي تلاوت پر مهال د ارامښت او بشپړ تسلط وړتیا ولري.
نعینع وویل:«مونږ د داسې قدرتمند او بېساري قاري په لټه کې یو، چې د تلاوت په ډګر کې د یوه بلډوزر په څېر پیاوړی وي، نه یوازې د ښه غږ لرونکي قاري.»
هغه زیاته کړه چې د ازموینې پړاوونه د غږ د کیفیت له ارزونې څخه پیلېږي، وروسته د قرآن کریم د حفظ ازموینه ترسره کېږي، چې په هغې کې له کاندید څخه ۳۰ پوښتنې کېږي؛ یعنې د قرآن کریم له هرې سپارې څخه یوه پوښتنه. په وروستي پړاو کې د غږ ثبتولو ازموینه ترسره کېږي، څو معلومه شي چې د نوماند غږ د راډیويي خپرونو لپاره مناسب دی که نه.
دغه مصري قاري او ډاکټر ټینګار وکړ چې دا ازموینې ډېرې سختې دي، ځکه کمېټه نوماندان د مصري اصیل مکتب د تلاوت له معیارونو سره سم ارزوي.
هغه همدارنګه وویل:ه تېرو څو کلونو کې هېڅ نوی قاري د منلو وړ نه دی بلل شوی، ځکه نوماندانو د بریالیتوب لپاره اړینې نمبرې نه دي ترلاسه کړې.»
https://iqna.ir/fa/news/4363769