د ایکنا د راپور له مخې، چې د قرآن او معارف چینل د عامه اړیکو له دفتره ئې نقل کړی راغلي دی، د رضوي حرم رواق دارالذکر په دې شپو ورځو کې د الهي آیتونو د خوږو غږونو کوربه دی.
قرآني ټولنې د قرآن د تلاوت د روښانه محفلونو په جوړولو سره، د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د سپېڅلي مزار ترڅنګ یو ځل بیا له هغه شخصیت سره خپله مینه او درناوی څرګندوي؛داسې شخصیت چې خپل ټول عمر ئې د قرآن د فرهنګ، د اهلبیتو (ع) د معارفو او د اسلامي او انقلابي ارزښتونو د لوړولو په لاره کې تېر کړ.
د ایران د شهید رهبر د مزار ترڅنګ د قرآن د تلاوت محفل د هېواد د غوره او نړیوالو قاریانو او حافظانو په ګډون سره جوړېږي او هره ورځ په مستقیم ډول د قرآن او معارف چینل له لارې خپرېږي.
دغه پروګرام چې د شهید رهبر د جسد د ښخولو له لومړۍ شپې پیل شوی، د جمعې تر ماښامه، چې د امت د رهبر د تدفین اوومه شپه ده، دوام کوي
https://iqna.ir/fa/news/4363976 .
///////////////////////////////////////