قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د جاکارتا پوست ورځپاڼې نه په نقل، د جاکارتا اسلامی موزیم په فرانس کې د لوور اسلامی هنر موزیم په مرسته به جوړېږي.
د جاکارتا اسلامی مرکز کې د اسلامی مطالعات او ودې مرکز مشر احمد شودری وویل: دا موزیم به جاکارتا کې د اسلامی تمدن ودې انعکاس کوي او په اندونیزیا کې به د اسلام د پرمختګ انځور وړاندې کوي.
شودری وویل: مونږ تصمیم لرو چې په دې پروګرام کې د لوور اسلامی هنر سره همکاري وکړو ځکه چې هغې د موزیم مدیریت او څارنه کې زیاته تجربه لري.
هغه زیاته کړه: د جاکارتا اسلامی موزیم به د دې کال اخیرې ته د دې ښار په شمال کې جوړېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3566249