IQNA

د ايران په خلاف د امريکې دښمني او کينه دوام لري

23:26 - March 26, 2018
د خبر لمبر: 3481134
نړیواله ډله: په همدې لړ کښې د ايران د دفاع د وزير مرستيال تېره هفته د ترکيې د دفاع د وزير د مرستيال شوای آلپای په بلنه انقرې ته سفر وکړ.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره هفته په سپينه ماڼۍ کښې د خبريالانو په ټول کښې د سي آئي اے پخواني مشر مائيک پومپئو ته د خپل خارجه وزير رېکس ټېلرسن له ځاے ورکولو نه وروسته د برجام په اړه له ټېلرسن سره د خپلو اختلافاتو په اړه وويل:
«مونږ د ايران د اېټمي موافقې په شان له يو بل سره د مختلفو مسائلو په اړه د نظر ځينې اختلافات لرل. ما ويلي دي چې دغه موافقه غميزناکه ده خو هغه فکر کوۀ چې دغه موافقه څه مشکل نه لري. ما غوښتل چې برجام لغو کړم او يا يې اصلاح کړم خو هغه په دې باره کښې څه بل څه فکر کوۀ. نو ځکه زمونږ فکرونه يوشان نه وو خو د پومپئو په شتون سره به ټول کارونه په ښه ډول مخ په وړاندې لاړ شي ځکه چې زمونږ تفکرات له يوبل سره نزدې دي.»
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف وائي: «امريکه داسې څه حېثيت نه لري چې د برجام لپاره شرط وټاکي. ښاغلے ټرمپ عادت لري چې نه اټکلېدونکے دے او له هر هغه کس سره چې هغه مخالف وي د اعتماد وړ نه وي. که وټاکلې شي د امريکې لاسليک يوازې له څلورو نه تر اتو کلونو پورې معتبر وي نو نور هيڅوک به له سپينې ماڼۍ سره له موافقې سره دلچسپي ونه لري.»
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير سياسي مرستيال سيد عباس عراقچي هم د برجام د مفادو د ټاکلو لپاره د امريکې د هلو ځلو په ردعمل کښې تاکيد وکړ، دغه نړيواله موافقه په هيڅ وجه د بيا خبرو اترو او بحث امکان نه لري. دغه موضوع چې د برجام د ګډ کمېشن په يولسمه غونډه کښې چې د جُمعې په ورځ د آسټريا په پائتخت ويانا کښې وشوه يو ځل بيا پرې د ايران پلاوي تاکيد وکړ.
ايران د هغه څه په اپوټه چې امريکه يې ادعا کوي په سيمه کښې ثبات او امنيت د پياړوتيا او د خبرو اترو او ملګرتياو د اصل په بنياد دي. ايران هيڅکله ګواښونکے او يا په جنګ کښې مخکې کېدونکے نه ؤ او که له ګواښ سره مخامخ شي نو د ايران ځواب به سخت او غاښ ماتونکے وي. په دې چوکاټ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاعي پالېسۍ بنياد د قوت اوزار او وسيلې د فعالې او مبتکرانه او موثرې دفاع لپاره دي. اوس د ايران فوځي ظرفيتونو د تخصصي او سائنس ځواکونو په استعمالولو سره تر دومره اندازې وده کړې ده چې ايران د خپلو دفاعي ضرورتونو په زمينه کښې د نسبي خودکفائۍ پولې او د سيمې له هېوادونو سره په فوځي چارو او دفاعي صنائعو کښې د ملګرتيا او تعاون مرحلې ته رسېدلے دے.
په همدې لړ کښې د ايران د دفاع د وزير مرستيال تېره هفته د ترکيې د دفاع د وزير د مرستيال شوای آلپای په بلنه انقرې ته سفر وکړ.
د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاع د وزير مرستيال جنرل محمد احدي او د ترکيې د وسله والو ځواکونو د لوے درستيز جانشين اميد دوندار په انقره کښې کتنه او د دوو اړخيزو دفاعي ملګرتياو په پراختيا او د سيمې د هېوادونو د زمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت د احترام په ساتنې تاکيد وکړ.
په دغه کتنه کښې تهران ته د سفر لپاره د ايران د دفاع د وزير جنرل امير حاتمي سرکاري بلنليک د ترکيې د دفاع وزير نورالدين جانيکلي ته ورکړے شو.
د تېرې هفتې يوه بله خبري واقعه د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا په کلنۍ غونډه کښې د ايران ګډون ؤ.
د ايران د قضائي قوې د بشري حقوقو مرستيال محمد جواد لاريجاني په جنيوا کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو اوه دېرشمه غونډه کښې د بشري حقوقو د دعوېدارو لويديځو هېوادونو تېري ګر چلند ته په اشارې سره وويل، امريکه او اروپا د جنايتونو د ترسره کولو په وجه د بشري حقوقو په باره کښې د خبرو کولو صلاحيت نه لري.
امريکه د نورو هېوادونو په اړه د جعلي رپوټونو په خپرولو سره د دغه هېواد د بشري حقوقوله مشکلاتو څخه د عامه افکارو د انحراف کوشش کوي.
د نړيوالو تعلقاتو لوړ رتبه کارپېژاندے مصطفی سميعي د بشري حقوقو د اهدافو د ماهيت په باره کښې وائي: «لويديځ هېوادونه له اسلامه د ويرونې او له مسلمانانو سره د مقابلې لپاره په زياترو اسلامي هېوادونو کښې مداخلت کوي اوګوډاګيان او ترهه ګر په کار لګوي چې د مسلمانانو ترمېنځ تفرقه واچوي او هغوي د يو بل په خلاف راپاڅوي چې له خړو کړې شويو اوبو څخه کبان اونيسي او خپلو ګټو ته ورسي.»
خو د امريکې د بشري حقوقو عملنامه د بشريت په خلاف له جنايتونو ډکه ده.
په ويتنام، افغانستان، عراق او يمن کښې د امريکې جنګي جنايتونه، د فلسطين په خلاف د اسرائيلو له جنايتونو څخه ملاتړ او په امريکه کښې د تور پوستکو په خلاف نسل پرستانه تشددونه او ځپنې د امريکې د بشري حقوقو د عملنامې يوه برخه ده. په دغه لېسټ کښې پکار دي د جاپان په هيروشيما او ناکاساکي باندې د اېټمي بمباريو، د ايران په خلاف د تپل شوي جنګ په دوران کښې په سردشت او حلبچې باندې د کيميائي بمباريو لپاره عراق ته د کيميائي وسلو د لېږلو او د فارس خليج د اوبو د پاسه د ايران په مسافر وړونکې الوتکې باندې د توغنده اي حملې په شان نور جنايتونه ورزيات کړې شي.
د سياسي مسائلو کارپېژاندے ماتئو مورجا د سعودي جنايتونو او د دغه هېواد لخوا د يمني ماشومانو قتل عام ته په اشارې سره وائي:
«… د ملګرو ملتو اداره او د بشري حقوقو مدعي ادارې د دغو جنايتونو د بندولو لپاره هيڅ رغانده اقدام نه ترسره کوي ، ځکه چې هغوي د امريکې په خدمت کښې دي.»

captcha