
د ایکنا راپور له مخې، د ګلف نیوز نه په نقل، دا باغ د شارجه د اسلامی کلتوری پلازمینه په توګه لمانځلو لپاره په کال ۲۰۱۴ کښې د شارجه د چاپیریال ساتنی ادارې (EPA)له اړخه پرانیستلې شو.
د دې جوړولو مخو، د اسلام له اړخه د چاپیریال لپاره حفاظت ته اهمیت ورکول په ګوته کوې.
همدارنګه، په دغه باغ کښې د اسلام نظر د ژوندي مخلوقات په اړه غیر مسلمانانو ته وړاندې کېږي او د مصرفي او طبعي درمل په اړه معلومات د کتونکو په اختیار کښې ورکړې کېږي.
د دغه باغ ونې او بوټې د ګز، کجهور، انار، انګور، انځر، زیتون، ریحان، اکالیپتوس، زنجیل، اقاقیا، شمشاد، پرسیکا سالودورا(د مسواک ونه) او نکریزو ونې ته شامل دې، همدارنګه ۴۲ قسمه بوټې هم شته چې په سنت کښې ذکر راغلې لکه زیره، زعفران او ... چې په دغه باغ کښې ترې پالنه کېږي.
هانا سیف السعودي، د شارجه د چاپیریال ساتنې مشر په دې اړه وویل: مونږ په دغه باغ کښې ماډرن ټکنالوژي نه د ټولو بوټو لپاره یو ښه ځای جوړولو او د سترو ستونزو مخنیوي لپاره ترې استفاده کړې ده.
د اسلامی بوټو پېژندو باغ همدارنګه کتونکو ته دا امکان هم ورکوې چې له نادره ونې (آګار) چې له هغې نه بهترین عطر اخیستلې کېږي او د اوکالیتوس ونې نه کتنه هم کولې شې.
دا باغ چې یو رسټورانټ، د درس کلاس، ماشومانو ځای او کتابتون هم لرې، له شورو کېدو له وخت نه تر کال ۲۰۱۴ کښې، تر نیم ملیون کسانو له دې نه کتنه کړې.
د دبی قرآنی باغ هم څه موده مخکې پرانیستلې شوې چې تراوسه یی زیات کتونکې نه دې جذب کړې دې.
http://iqna.ir/fa/news/3805483