IQNA

طالبان وائي په افغانستان کې به راتلونکی نظام پراخ بنسټه وي

19:18 - August 29, 2021
د خبر لمبر: 3484571
تهران(ایکنا) -شیر محمد عباس ستانکزي له شمالی ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکې مهمې وبللې او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب ئې د ایران سیاست هم وستایه، همداراز ئې د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو او د افغانستان دتاجرانو لپاره ئې د چابهار بندر څخه دلازیاتې استفادې پر اهمیّت ټينګار وکړ.

ایکنا خبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ دغه راز   په دوحې کې د طالبانو د دفتر مرستیال  شیر محمد عباس ستانکزئ هم  په یولړ څرګندونو کې  ووئیل ،  اوس د طالبانو رهبری   د اسلامی امارات په سویه  او له قومي  او سیاسی ډلو ټپلو سره   په مشورو بوخته ده څو  یو داسې حکومت رامینځةکړي  چې  هم د افغانستان په داخل کې او هم له دغه هیواده په بهر کې محبوبیّت ولرل شي او  په رسمیّت وپيژندل شي .

 هغه  د افغانستان د وزارتونو او  ادارو په باب هم ووئيل ،  درستې ادارې  به ډيرې زر فعاله شي او  د دوي کارمندان  به هم د خپلو کارونو په ځاي کې حاضر شي .

شیر محمد عباس ستانکزي   له شمالی ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکې مهمې وبللې او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب ئې د ایران سیاست  هم وستایه، همداراز ئې  د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو او د افغانستان  دتاجرانو لپاره ئې د چابهار بندر څخه  دلازیاتې استفادې پر اهمیّت ټينګار وکړ.

  داپه داسې حال کې دي چې دطالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد هم  ووئیل له دې سره په یووخت چې  دامریکائي عسکرو د وتلو  عملیات  ووستۍ نیتې ته په رسیدا دي ، دغه ډله ، د افغانستان  کې د نوي حکومت   په جوړولو بوخته ده  او په دې  اند ده چې  د ملی پیسو دارزښت کمیدا او   داوسني رامینځةشوي  اقتصادي ګډوډۍ به  ختم شي  او په راتلونکو دوو اونیو کې  دنوی حکومت د جوړیدا  خبره بشبړ کیږي

 

captcha