ایکناخبری آژانس د آوا له قوله راپور راکړپه افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت رسندوئي سرچینو ددغو مظاهرو دعکسونو په خپرولو سره وئیلي دي ، افغانان د سپینې ماڼۍ په اقداماتو سخت اعتراض کوي او د امریکا له حکومت ه غواړي ، چې د افغانستان د ولس په ضد دې مالی ترهه ګري پاي ته ورسوي .
په عین حال کې د ځينو راپورونوپه اساس، د دوشنبې په ورځې هم د افغانستان د شتمنیو په کنګل کیدا باندې په اعتراض کې دسپينې ماڼۍ په وړاندې مظاهره شوي او اعتراض کونکو د امریکا پر حکومت غږ کړیڅو د افغانستان ولس دې د ځپلو سیاستونو قرباني نه کوي . له دې مخکې په لندن کې هم د افغانستان د ولس په وړاندې د امریکا د حکومت د اقداماتو په ضد اعتراضیه مظاهرې شوي وې .
د امریکا د حکومت په وسیله د افغانستان د شتمنیو تړل کیدل ، ددې واقعیّت ښودنه کوي ، چې د امریکائي ترهه ګرو عسکرو له وتلو سره سره ، البته هماغه راز د افغانستان ولس د امریکا دغلیمانه سیاستونو قرباني دی.
امریکا په افغانستان کې دخپل ناکام شتون په تیرو دوو لسیزو کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د طالبانو د پيزواني کولو په پلمه ددغه هیواد په لسګونو زره خلک په وینو کې لیت پیت کړي او دافغانستان ډیری بیخ بینائۍ ئې په کنډوالو بدلې کړي دي .
سره له دې چې خیال کیدۀ، له افغانستانه به د امریکا او ناټو پوځيانو له وتلو وروسته ، ددغه هیواد د ولس لپاره لږترلږه په ځينو برخو کې شرائط ښه شي ، خو داسې ونه شول او د افغانستان د شتمنیو دتړل کیدا لپاره دسپینې ماڼۍ فیصلې ، ددغه هیواد د ولس لپاره نوی بحران راپنځولی دی .
د امریکا حکومت دتیر اګست په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې د طالبانو بیرته له واکمنیدا وروسته ، د طالبانو قدرت ته د رسیدا په پلمه ددغه هیواد د شتمنیو کابو لس میلیارډ ډالر کنګل کړل چې دغه اقدام د افغانستان د ولس لپاره ډير مشکلات راولاړ کړي دي .
د امریکا په وسیله د افغانستان د شتمنیو تړل کیدا لامل شوې څو د طالبانو موقته حکومت د حکومتي ادارو د مختلفو برخو د کارکونکو د حقوقو د ورکولو پر ناممکن کیدا سربیره ، د درملو ،اساسی شیانو او دخوراکي موادو د وارداتو اقدام هم نشي کولی .
په همدې دلیل ده چې په تیروکابو څلورو میاشتوکې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي ، د درملنو او خوراکي موادو د زیرمو په کمیدا سره ،سوکه سوکه دغه هیواد له یوه داسې انساني ناؤرین سره مخامخ شي ، چې مختلفو نړیوالو اورګانونو هم په دې باب خبرداري ورکړي دي .
په افغانستان کې د ملګروملتود خوړو د نړیوال پروګرام مدیرې میری آلن مک ګروارتي وئیلي دي ، له دغه اورګان سره په خپلو تیرو شل کلنو فعالیتونو په پړاؤ کې ، هیڅکله هم په هغه اندازه چې نن سبا افغانستان ورسره مخامخ دی ، د انساني ناؤرین پراختیا ئې نه ده لیدلې .
د مختلفو نړیوالو اورګانونو په سویله د خپرو شوو راپورونو ټولګه ښئ چې تر ټولو هغه ستره خطره چې دم ګړۍ د امریکا له خوا د افغانستان دشتمنیو په کنګل کیدا سره دغه هیواد ګواښي،په افغانستان کې د خوړو بحران او او پراخې لوږې او قخطۍ درامینځةکیدا احتمال دی .
له دې مخکې هم ملګروملتو خبرداری ورکړی ؤ ، چې که د افغانستان په اوسني وضعیّت غور ونه شي ، نو ددغه هیواد کابو اوه نوي ښاریز به د ۲۰۲۲کال ترمینځیو پورې دبې وځلې له کرښې هم لاندې ژوند ته مجبوره شي .
په دغه شان شرائطو کې د افغانستان د ولس تمه دا ده چې دامریکا حکومت چې پخپله ئې په افغانستان کې د طالبانو قدرت ته په رسیدا کې یوډول رول لوبولی دی ، په افغانستان کې د اوسنیو پیچلو شرائطو په نظر کې په نیولو سره ، ددغه هیواد د شتمنیو په آزادولو سره دې د ستر انساني ناؤرین درامینځةکیدا مخه ونیسی .