ایکناخبری آژانس د العرف فی بریطانیا سیایټ له قوله راپور راکړ،داسې ښکاري ، د لندن دحکومت له ترهه ګرۍ سره د مبارزې سټراټژي بیا پر مسلمانانو متمرکز شوي ده و په همدې لړ کې د؛ افراط پالنې د مخنیونې؛په نامې سره د پروګرام (prevent) ارزونه دې نتیجې ته رسیدلې ده چې پر هغه څه دهلو ځلو تمرکز چې ؛ د اسلامی افراط پالنې له امله ګواښ؛ بلل کیږي، مهم دی .
ویلیّم شاؤکرس چې د ۲۰۲۱کال په جنورۍ کې د انګریز حکومت له خوا په prevent کې دخپلواکه پلټونکي په توګه منصوب شو،ددغې موضوع په باب وائي،له افراطي آئيډيالوجۍ سره مقابله باید منع شوو تنظیمونو ته متوجه نشي،بلکې یاید ځاي افراط پال هم پکې شامل شي ځکه چې دوي د ترهه ګرۍ لپاره سم چاپيریال رامینځةکوي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې دسیکولر ډيموکراسۍ لپاره د انګلستان د مسلمانانو دخیریه ټولنې (BMSD)یوه مسئول یاسمین البها براوند شاوکروس په وسیله د اسلام ضده څرګندونو په دوام نیوکې کړي او په دغې څوکۍ دهغه منصوبیدا ئې د هغه دراسلام ضده مخینې ته په پام سره حیرانونکي بللې ده.
هغه په دوام کې ووئيل، د هغې څيړنې د نتیجو په اساس، چې د BMSD خیریه موسیسې په وسیله شوې،په درستې نړۍ کې د ۲۰۲۱کال څخه ترسره شوي دترهه ګرو حملو شپیته فیصدي پيښې د توکمپالو،سامي سټیزنز، دمسلمانانو مخالفانو او نیو فاشیسټانو په وسیله شوي دي.
ددغو نتیجو په اساس، سپين پوستي مجرمان تل داسې معرفي کیږي چې ګواکې له نفسیاتي ناروغیو سره لاس اوګریوان دي . دا په داسې حال کې دي چې دترهه ګرۍ او تاؤتریخوالي تورونه یوازې پر مسلمانانو لګول کیږي.
د یادولو ده چې انګریز حکومت ؛مخه نیونکی پروګرام؛ د ۲۰۰۱کالد ستمبر د یولسمې له پيښو وورسته تعقیبوي او دا ادعا په دوامدارتوګه شته ده چې بریتانوي حکومت ددغه پروګرام موخه په بریتانیا کې د اوسیدونکو مسلمانانو جاسوسی کول دي.