ایکناخبری آژانس راپور راکړ، دغه کرکتنه او ارزونه د قرآن خبری آژانس د غونډو په حال کې ترسره کیږي.په دغې ناستې کې به د اسلامی کلتور او ارشاد د وزیر د قرآن اوعترت د چارو پرمرستیال او د قرآن د نړیوال نندارتون پرمشر علیرضا معاف سربیره ددغه نړیوال نندارتون د کمیټیو او څانګو یو شمیر مدیران هم شتون ولري.
په راپور کې وئيل شوي دي ،په دغې ناستې کې چې د غواي دمیاشتې په نهمه نیټه مازدیګر له درو تر پنځو بجو پورې ترسره کیړي، د قرآن کریم د فعالیت د حوزې یوشمیر نظر خاوندان او کارپيژاندي هم شتون ولري.
د قرآن کریم د نړیوال نندارتون دیرشم پړاؤ د وري دمیاشتې له دولسمې تر ۲۵ نیتې پورې د ؛لولم دې ؛په شعار سره د حضرت امام خمیني په عیدګاه یا مصلی کې ترسره شو.
ددغه نړیوال نندارتون مسئولانو له دغه نندارتونه مخکې وئيلي وو، دغه نندارتون په پنځه اویا زره مربع میټر پراختیا کې ، د یویشت هیوادونو په شتون اود څلور سوه پروګرامونو په اجرا کولو سره ترسره کیږي.