IQNA

د افغانستان طالب واکوالانو ته د پاکستان د حکومت خبرداری (مقاله)

6:54 - May 29, 2023
د خبر لمبر: 3487406
ایکنا-(تهران) د پاکستان خارجه وزیر یو ځل بیا  دپاکستان په خاوره کې د افغانستان له خاورې دحملو په باب ددغه هیواد طالب حکومت ته جدی خبرداری ورکړ.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ،د پاکستان خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداري  ددغه هیواد  مشرانو جرګې  دبهرنیو اړیکو په کمیشن کې په شتون سره ووئیل،  ترهه ګرګواښونه که په نړۍ او افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا ترهه ګر ګواښونه جدي ونه ګڼل شي، نو بوږنونکي  نتیجې به  په ځان پسې ولري.

بلاؤل زرداری  د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ترهه ګرې ډ لې سره د مقابلې لپاره  د  افغانستان له طالبانو  په غوښتنې سره ټينګار وکړ، تر اوسه پورې  دپاکستان په مختلفو سیمو کې ترهه ګرو په لسګونو ځله حملې کړي دي او دا د اسلام اباد اصلی اندیښنه ده.

په تیرو دوو کلونو کې چې طالبان بیرته په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي،د افغانستان په خاورې کې د تحریک طالبان ټي ټي پی ترهه ګرې ډلې د وګړو دیره کیدا په پاکستان کې د حکومتی او ولسی ځایونو باندې دحملو لپاره ددغه هیواد له خاورې څخه استفاده،د پاکستان له حکومت سره د دوي یوه ترټولو مهمه ستونزه ده چې تر دې دمه ئې ډيرې زیاتې مرګ ژوبلې درلودلي دي.

 هغې اندیښنې ته د طالبانو بې پامي  چې  دپاکستان له نظره، یوډل  دواړو خواؤ د دودیزو اړیکو په اساس ، له ټي ټي پي  د طالب  واکوالانو یو ډول ملیمه پالنه  سبب شوې ده څو  دپاکستان  پوځ  طالبان ،په افغانستان کې  دعملیاتو دترسره کیدا ترمرحلې وګواښي.

په عین حال کې  داسې ښکاري ، طالبان هڅه کوي ، دتحریک طالبان پاکستان له موضوع  د خپلو سیمه ایزو موخو د پرمخ بیولولپاره د یوه آوزار په توګه استفاده وکړي..

 دسیاسی چارو یو کارپوه او شناندی  احمد منصور خان په دې اړه وائي، طالبان په د ې اند دي چې د افغانستان له یوه ګاونډي  هیواده د  یوې موضوع په برمته کولو سره  په سیمې کې خپلې موخې او پروګرامونه پر مخ بیولی شي. داسې ښکاري  طالبان  د پاکستان په وړاندې د تي ټي پی  موضوع یرغمل  کړې ده څو پر طالبانو د اسلام اباد دباؤنه کم کړي  او په عین حال کې دغه ډله له پاکستانه په تش په نامه خپلواکه  دریځ غوره کړئ شي.

په دې مینځو میان کې هغه څه چې مسلم دي ،  د خپلو ګاونډیانو په وړاندې د حکومتونو  مسئولیّت منل دي . که څه هم د افغانستان طالبان  تر اوسه پورې  دنړیوالو  له خوا او حتی د افغانستان د ګاونډیانو له خوا په افغانستان کې درسمي حکمرانانو په توګه  منل شوي نه دي، په عین حال کې  طالبانو په عمل کې ښودلې ده چې نه یوازې  د  ګاونډیانو  دمسئولیّت  منلو ته حاضر  نه دي ،بلکې د هغه  سیمه ایز سرخوږي   درامینځةکولو په حال کې دي چې په افغانستنا کې  به ددغې ډلې د کړنو په ارزونې  کې  په نړیوال کړچار کې چورلټې اغیزې وشیندي او بې شکه د دوي لمبرې به منفي وي.

هغه راپورونه چې  دنړیوالوټولنو له خوا خپریږي، د ترهه ګرو ډلو ددیره کیدا لپاره  په یوه  ځاي د افغانستان د بدلیدا ښودنه کوي ، چې  ددغې ډلې له لومړنیو شعارونو سره په بشپړډول توپیر لري.ډیری شناندی او کارپوهان وائي ، طالبان خیال کوي ،د افغانستان  له /ګاونډیانو سره د ځان په ښکیلولو او د حاکمیّتي  ژمنتیاؤ په وړاندې  په بې مسئولیتیو سره ، په افغانستان کې خپلې حکمرانۍ ته دوام ورکولی شي. دا په داسې حال کې  دي چې   طالبان یو ځل په افغانستان کې د ناکامې واکوالۍ تجروبه لري او  په همداوروستیو کې  اروپائي هیوادونو هم طالبانو ته  ددغې ډلې د حاکمیّت ددوام د تضمین په باب  خبرداری ورکړی دی.پردې اساس طالبان  د  خپل سیاسی ژوند د دوام لپاره  د افغانستنا له ګاونډیانو سره ملګرتیا او د دوي په وړاندې  مسئولیټ منلو ته  اړتیا لري.

په هرحال په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو ، د میرمنو او  انجونو د حقوقو د رعایتولو  او د ګاونډیو هیوادونو لپاره د افغانستان دنه ګواښ کیدا په باب  د پاکستان پشمول  د ګاونډیو هیوادونو پر اندیښمنې مشتمل  د بلاؤل بهټو زرداري  څرګندونې  یوه داسې مهمه موضوع ده چې  د سیمه ایز او نړیوالو ټولنو له خوا په جدي توګه تعقبیږي او طالبان په حقیقت کې پر دغو مشکلاتو په سترګو پټولو سره  له نړیوالې ټولنې سره مخامخیږي. په عین حال کې د پاکستان پشمول د افغانستان ګاونډیان تمه لري ، طالبان امنیت او ژواک چاپيریالي مسئلو په باب  پخبلو ژمنتیاؤ عمل وکړي او په سیمې کې  د شخړو او ترینګلتیاؤ د رامینځةکیدا خنډ شي چې  دپاکستان د پوځ د  اعلان په اساس، ددغه هیواد دپوځ پشمول سیمه ایز هیوادونه ،د هرډول  ناکراریو او منظمو شوو عواملو دځپلو لپاره لازمې وړتیاوې او توانمنیو څخه برخمن شي  او طالبان باید اجازت ورنکړي ، چې د سیمې د ه یوادونو صبر بلاخره پاي ته ورسیږي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i133556

captcha