پوله

IQNA

بچوې
ایکنا - په استانبول کې د څلورو ورځو خبرو اترو په بهیرکې، پاکستان او افغان طالبان د ټي ټي پي د کنټرول په اړه یوې موافقې ته ونه رسیدل؛ اسلام آباد د عملي تضمینونو د نشتوالي او د کابل لخوا د وسله والو په اړه د ناکافي کنټرول په اړه شکایت وکړ، پداسې حال کې چې د سرحدي نښتو زیاتوالي او د نړیوال څارنې میکانیزم نشتوالي دا بندون لا پسې ژور کړ او په سیمه کې یې د پراخ پوځي اقدام سیوری وغورځاوه.
د خبر لمبر: 3491945    خپرونې تاریخ : 2025/10/30

ایکنا - د افغانستان او پاکستان تر مینځ وروستیو بدلونونو په تعقیب، د تاوتریخوالي د زیاتیدو او د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.
د خبر لمبر: 3491855    خپرونې تاریخ : 2025/10/13

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنيو چارو وزير وويل:  افغان غیر قانونی وګړو تر ټولو زيات وتل د خراسان رضوي له سرحدونو ثبت شوي، تر اوسه يو ميليون او دوه لکه افغان وګړي له هېواده وتلي او د دوه ميليون نورو غيرقانوني ښاریزو سوکه سوکه   ستنېدل په کاري پلان کې دي.
د خبر لمبر: 3491565    خپرونې تاریخ : 2025/08/18

ایکنا- د پاکستان خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددغه هیواد ټوله مشترکې پولې فعالې دي او له دې سره توپیر لرونکي ادعائي راپورونه دروغ دي.
د خبر لمبر: 3491293    خپرونې تاریخ : 2025/06/19

ایکنا - د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسلام‌آباد د چارواکو د هغې فیصلې هرکلی وکړ چې په کابل کې ئې خپل ډیپلوماټیک استازیتوب له کاردار څخه سفیر ته لوړ کړ، چې دوي به هم په متقابل ډول  په اسلام‌آباد کې د افغانستان د سفارت کاردار هم سفیر ته لوړ  کړي.  
د خبر لمبر: 3491207    خپرونې تاریخ : 2025/06/01

ایکنا – د ایران د اسلامی حمهوریت د پوځ لوي درستیز  د پاکستان د پوځ له ستر قوماندان سره په کتنې کې ووئيل؛ ددواړو هیوادونو پوځونه  د پولو په هردواړو  خواؤ  کې د ترهه ګرۍ د له مینځه وړلولپاره  کلک   او پریکنده هوډ لري.
د خبر لمبر: 3491187    خپرونې تاریخ : 2025/05/28

ایکنا - د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هند او پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالي په اړه وویل، هیله ده دواړه هېوادونه د  زغم له لارې د سیمې تاؤتریخوالی او ترینګلتیاوې کمې کړي.
د خبر لمبر: 3491083    خپرونې تاریخ : 2025/05/08

ایکنا - د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو او  ستنیدونکو چارو وزارت پرون  د دغه وزارت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) ترمینځ یوه غونډه وکړه
د خبر لمبر: 3491006    خپرونې تاریخ : 2025/04/23

ایکنا - د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو یوه مسئول مقام ووئيل له ایران سره په پولې کې د وروستیو سرحدي ډزو او افغان کډوالو ته د تاوان رسېدو په اړه د څېړنې لپاره یو پلاوی جوړ کړی دی.
د خبر لمبر: 3490022    خپرونې تاریخ : 2024/10/17

ایکنا - په همدا وروستیو کې ځینو افغان رسندویو او ټولنیزو چینلونود جعلی  کلیپونو او خبرونو په خپرولو سره هڅه کوي، وبریښوي چې  په ایران کې له افغان کډوالو سره بد چلند کیږي.
د خبر لمبر: 3489678    خپرونې تاریخ : 2024/08/12

ایکنا – د  پاکستان دفاع وزیر  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اپاکستان دم لګرتیا او  دایران  او پاکستان د اړیکو  او  دفلسطین په بحث  کې د امریکا یانو کړچار  له واشنګټن سره د  مونږ ددوستانه اړیکو څخه د اسلام اباد  له تمو سره توپیر لری.
د خبر لمبر: 3489224    خپرونې تاریخ : 2024/05/15

ایکنا- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د په ایران کښې د ۹ تنه پاکستاني ښاریزو وژلې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې دښمنان په ترهګرو اقداماتو سره غواړي چې له تهران سره د اسلام آباد اړیکې ګډې وډې کړي.
د خبر لمبر: 3488636    خپرونې تاریخ : 2024/01/28

ایکنا- د پاکستان لنډمهاله وزیراعظم «انوار الحق کاکړ» نن «د ایران او پاکستان ترمینځ له پيښو وروسته د پراخو امنیتي بیاکتنو» په لړ کښې د دغه هیواد د پوځي سروسونو له مشرانو سره غونډه وکړه.
د خبر لمبر: 3488596    خپرونې تاریخ : 2024/01/20

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست  مولوی امیر خان متقي سره په کتنې کې  دسرحدي او اوبو د مسئلو پشمول ددواړو هیوادونو ترمینځ  دموجوده مسئلود حل په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3488475    خپرونې تاریخ : 2023/12/25

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي دي چې تر اوسه له پاکستانه د افغان کډوالو د نقدي او غیر نقدي پانګو د لېږد لپاره څرګند سیاست نشته.
د خبر لمبر: 3488210    خپرونې تاریخ : 2023/11/02

ایکنا-(اسلام اباد) دپاکستان لومړی وزیر انوار الحق کاکړ په یو لړ څرګندونو کې ووئيل، لویدیځوالو خپل پيټی  وتړۀ او له افغانستانه  لاړل  او اوس هم هغه حکومت چې په دغه هیواد کې باقي پاتې دی،کوم قانوني حکومت نه دی.
د خبر لمبر: 3487947    خپرونې تاریخ : 2023/09/12

ایکنا-(تهران) د پاکستان خارجه وزیر یو ځل بیا  دپاکستان په خاوره کې د افغانستان له خاورې دحملو په باب ددغه هیواد طالب حکومت ته جدی خبرداری ورکړ.
د خبر لمبر: 3487406    خپرونې تاریخ : 2023/05/29

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر سلاکار سیدرسول موسوي په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،د ایران او افغانستان په پولو کې  هرډول نښتې اوترینګلتیاوې د دواړو لورو په تاوان دي.
د خبر لمبر: 3487404    خپرونې تاریخ : 2023/05/28

ایکنا-(تهران) سردار حسین سلامي د پاکستان له خاورې د ایران د سیستان او بلوچستان د سراوان په سرحد باندې د ترهګرو په حمله کښې د پنځو ایراني سرحدي ځواکونو د شهادت په مناسبت په یوه پیغام کښې ولیکل: د کراې ترهګرې ډلګۍ او د ایران د ستر ولس دښمنان دې پوه شي چې د وروستۍ پیښې د مظلومو شهیدانو د پاکې وینې بدل به د دغه جنایت له آمرانو او عاملانو واخلو.
د خبر لمبر: 3487382    خپرونې تاریخ : 2023/05/23

ایکنا-(تهران) د ایران د کورنیو چارو وزیر د عراق د داخله وزیرله سلاکار سره په کتنه کښې د حسینی اربعین دستورې نه یوازې ترټولو ستر انساني حرکت بلکې یو ستر کلتوري، اجتماعي او سیاسي خوځښت وباله.
د خبر لمبر: 3487358    خپرونې تاریخ : 2023/05/18